کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): کابل کې د وینادرملنې او بیاځواکمنتیا تخصصي مرکز؛ هغه ځای چې پر اوتیسم اخته لسګونه ماشومان او هغه لویان چې له مغزي سکتې وروسته له ستونزو سره مخ شوي، ادراکي لوبې او د خبرې کولو مهارتونه پهکې زده کوي.
د ډاکټرانو په خبره، «اوتیسم» د عصبي ودې یو اختلال دی چې په یو ډول د انسان پر اړیکو، ټولنیز تعامل، چلند او زدهکړې اغېز کوي؛ دغه اختلال معمولاً د ژوند په لومړیو کلونو کې (له درې کلنۍ مخکې) راڅرګندیږي او د ژوند تر پایه له یوه کس سره پاتې کېږي، خو پر وخت تشخیص او درملنه یې کولای شي پر اوتیسم د اخته کس د ژوند کیفیت پام وړ وربدل کړي.
چدغه ډول کسان له ارتباطي ستونزو، لکه د خبرو په پیل یا د خبرو په یاد پاتې کېدو کې ناتواني، د بدن ژبه یا د خبرو په انداز کې ستونزې، له کلیمو محدوده استفاده یا په ځنډ د خبرو زده کول، له ټولنیزو، لکه له همځولو سره په تعامل، د نورو احساساتو ته ناسم غبرګون یا بېتفاوتي، ډلهییزو لوبو او ښې ملګرتیا ته نه لېوالتیا سره مخ وي.
«د وینادرملنې او بیاځواکمنتیا مرکز» مسوول
دغه مرکز هغه ځای دی چې دا مهال پر اوتیسم اخته لسګونه ماشومان پهکې تر روغتیايي مراقبت لاندې دي او ښوونکي هڅه کوي څو د دغو ماشومانو وضعیت کې ښهوالی راشي.
په کابل کې «د وینادرملنې او بیاځواکمنتیا مرکز» بنسټګر سیدالهام هاشمي پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه مرکز پنځه کاله مخکې پر اوتیسم د اخته ماشومانو له کورنیو سره د مرستې لپاره جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه مرکز په لومړیو کې یوازې د کڼو ماشومانو لپاره و او هغوی ته به د اورېدو الې وېشل کېدې، خو وروسته یې دې ته فکر شو چې که یو ماشوم اوري نو خبرې ولې ونه شي کړای، نو هڅه یې وکړه چې د وینادرملنې لړۍ هم پیل کړي.
د هغه په خبره: «په افغانستان کې د کورنیو درک او د هغو پوهول یو څه سخت کار دی؛ کله چې د اورېدو اله نصبیږي، دوی فکر کوي چې ماشوم یې خبرې هم کولای شي؛ اوس هم ډېرې کورنۍ په دې فکر کې دي چې کله یې ماشوم کولای شي واوري، نو ولې ونه شي کړای خبرې وکړي.»
د هاشمي په خبره، دغه مرکز ته هغه ارواپوهان چې د ارواپوهنې پوهنځي د ځانګړو تعلیماتو له څانګې فارغ وي، جذبوي، څو په ماشومانو کې د وینادرملنې او بیاځواکمنتیا برخو کې کار وکړي.
د یاد مرکز یو ښوونکی
دغه مرکز پر اوتیسم د اخته ماشومانو لپاره دی؛ داسې ځای دی چې د زدهکړو له نورو مرکزونو سره توپیر لري، له هر ټولګي یې د ښوونکو غږونه راوځي چې ماشومانو ته لومړنۍ خبرې ور زدهکوي.
هغه ماشومان چې د خبرو کولو او اورېدو توان نه لري او ان په کړو وړو کې یې ستونزه ده، هم نجونې او هم هلکان په جلا ټولګیو کې خپلو ښوونکو ته غوږ نیسي، کله خپل ښوونکي ته ښه متوجه دي او کله هم له ځان سره بوخت وي.
یوه ارواپوه نیلاب محمدي چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي د ځانګړو تعلیمات له څانګې فارغه شوې، پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال په یاد مرکز کې پر اوتیسم اخته ۱۲۰ کسان د ۳۰ ښځینه ښوونکو تر مراقبت لاندې دي.
د هغې په خبره، په غه مرکز کې د وینادرملنې، د ادراکي چلند درملنې، حرکت درملنې او دغهراز د اورېدو برخه کې د روزنې ټولګي لري.
هغې چې د یاد مرکز مدیره هم ده وویل، مخکې په هېواد کې دغه ډول مرکز نه وو او یو شمېر کورنیو خپل ماشومان د درملنې په موخه له هېواده بهر وړل.
محمدي زیاته کړه، د دې ډول ماشومان د درملنې پروسه توپیر کوي، یو شمېر د یوې میاشتې، ځیني بیا څه باندې یوې میاشتې او ځیني ان د یوه کال په موده کې درملنه کېږي.
د هغې د معلوماتو له مخې، د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې یې شپږ دورې فارغین درلودلي، فارغ شوي ماشومان یې عمومي ښوونځیو ته معرفي کړي او اوس په دویمو او درېیمو ټولګیو کې زدهکړې کوي.
هغې له هغو کورنیو چې ماشومان یې پر اوتیسم اخته دي، وغوښتل چې د خپلو ماشومانو درملنه کې بېپروایی ونه کړي؛ ځکه ناروغي چې هر څومره ژر تشخیص شي، هماغومره ژر یې درملنه کېږي.
محمدي زیاته ک ړه، په یاد مرکز کې د ماشومانو ترڅنګ د لویان درملنه هم کېږي.
هغه وویل: «زموږ مرکز یوازې د ماشومانو لپاره نه دی، بلکې د مشرانو لپاره هم ده؛ هغه کسان چې د مغزي سکتې وروسته که څه هم د خبرو تجربه لرله خو اوس نهشي کولای سمې خبرې وکړي او د ژبې په کلالت کې وي، په ښو خبرو کولو کې ستونزې لري یا هغه کسان چې ځيني حروف سم نه شي تلفظ کولی یا عزت نفس نه لري.»
د داسې ماشومانو یوه مور
فهیمه ستانکزۍ چې له درېیو اولادونو یې یو پر اوتیسم اخته دی وایي: «زه مې ماشوم ته هغه وخت متوجه شوم چې پر اوتیسم اخته دی چې په جاپان کې وو.»
هغه وایي: «زوی مې هماغه وخت دوه کلن و، د هغه چلند ته مې پام شو چې ځان به یې ورټولاوه، د ګوتو په سرونو به ته، یا دا چې کله به مو ور غږ کړل، هیڅ نه متوجه کېده، د اوتیسم په اړه مې چې کومې مقالې لوستلې وې، پوهېدم چې زوی مې پر همدې ناروغۍ اخته دی، خو له بده مرغه په چاپان کې د څو ورځو لپاره وو، کله چې بېرته افغانستان ته راغلو، پر اوتیسم د اخته کسانو لپاره مو د درملنې هیڅ مرکز پیدا نه کړ.»
هغې وویل چې د دغه مرکز اعلان یې پر فېسبوک ولید او اوس یې ماشومام په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې دی.
هغه وایي: «د داسې یوه مرکز پر جوړېدو ډېره خوشحاله یم، د زوی پو وضعیت کې مې ډېر تغییرات وینم، ورځ تر بلې ښه کېږي، لکه څنګه چې مې وویل، په لومړیو کې مې زوی ډېرې ستونزې لرلې؛ ډېره غوسه به یې کوله، دغهراز ډېر یو بېنظمه ماشوم و، هيڅ غبرګون به یې د هغو خبرو پر وړاندې نه ښود چې کومې به موږ ورته کولې.»
هغه وایي: «خو له کله چې مې زوی دلته راولم، ډېر تغییرات په کې راغلي، ډېر بانظمه شوی، د هغو ماشومانو په څېر شوی چې هره خبره ورته کوې، نسبتاً پوهېږي او ډېر شیان یې چې زده نه وو، مثلن خپلې جامې منظمې په خپله په المارۍ کې ږدي، خپل بوټونه منظم پر خپل ځای ږدي، جامې خپله اغوندې او ډېر نور شیان یې دلته زده کړي دي.»
و مو غوښتل چې په ټول هېواد کې د اوتیسم درملنې مرکزونو د شمېر په اړه د پوهنې وزارت د مسوولینو نظر ولرو خو له پرلهپسې اړیکو نیولو سره بیا هم ځواب ویلو ته حاضر نه شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP