کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي ټولنې پر وارداتو د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو پرېکړه د راتلونکې جولای میاشتې تر نهمې نېټې پورې ځنډولې ده.

ټرمپ د غبرګولي په ۳مه نېټه اعلان کړی و چې غواړي د اروپايي ټولنې له ټولو وارداتي توکو څخه ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفه واخلي، او دا پرېکړه به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې نافذه شي.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ برخې کمېشنر ویلي وو، د ۲۷ غړو بلاک ژمن دی چې له امریکا سره د «درناوي» پر بنسټ یو سوداګریز تړون ته ورسېږي، نه د «ګواښونو» پر بنسټ.

رویټرز نن په یوه راپور کې ویلي، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د یکشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې پر وارداتو باندې د ۵۰ سلنه تعرفې د لګولو له ګواښ څخه لاس واخیست او د روان کال د جولای تر نهمې نېټې پورې یې د تعرفې لګول وځنډول.

سرچینې ویلي، د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا ون درلاین پرون له ټرمپ سره ټیلفوني خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې د تعرفو لګول وځنډوي او هغه یې غوښتنه منلې ده.

هغې زیاته کړې، اروپایي ټولنه یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا لري.

د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې، تېر کال امریکا اروپايي ټولنې ته ۳۷۰،۲ میلیارده ډالر صادرات درلودل خو له دې ټولنې يې بیا ۶۰۵،۸ میلیارده ډالر واردات کړي وو.