کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، د ترک دولتونو سازمان په افغانستان کې د ټولګډون حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، ایران د څلور میلیون افغان کډوالو ایستلو ته ضربالاجل وټاکه، مسکو وویل، افغانستان کې «ترهګرې ډلې» ګواښ دي خو ا.ا وايي، هيڅوک دې له افغانستانه د خطر تشویش نه کوي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د ترک دولتونو سازمان ګډه اعلامیه: افغانستان کې دې ټولګډون حکومت جوړ شي
- ا.ا: د افغانستان کورنیو موضوعاتو ته په خپله افغانان رسېدنه کوي
- مسکو: افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» شتون منځنۍ اسیا ته ګواښ دی. فطرت: هيڅوک دې له افغانستانه د خطر تشویش نه کوي
- ایران څه باندې څلور میلیونه ناقانونه افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره ضربالاجل ټاکلی.
- حنفي: ګاونډي هېوادونه باید له افغانانو سره د نړۍوالو اصولو لهمخې چلن وکړي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان وو.
ځايي چارواکي وايي، د کاپيسا په کوهبند، د تخار په بهارک، د خوست په ځاځيمیدان او تنڼیو ولسواليو کې د کورنيو وسلهوالو شخړو له امله د ښځو په ګډون اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د پکتيا امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې هلته یې یو کس له لفظي شخړې وروسته په مرموز ډول وژلی و او د ننګرهار ولایت امنيتي چارواکي وايي، جلالاباد ښار کې یوه ځوان لومړی خپل مور او پلار وژلي او بیا یې ځانوژنه کړې ده.
دغه راز، تېره اونۍ په بغلان کې وسلهوالو کسان یو کس په ډزو وژلی و.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د ترک دولتونو سازمان اعلامیې ته د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، د ترک دولتونو سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو او د یوه سولهییز افغانستان لپاره د نړۍوالې ټولنې پر دوامداره تعامل ټینګار شوی او پهکې راغلي چې دغه سازمان د افغاستان د ثبات په موخه له افغانانو سره د نړۍوالو بشري مرستو ملاتړ کوي او د ثبات، پرمختګ او ملي روغې جوړې برخه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
یاد سازمان دغه راز په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړو برخه کې له ا.ا سره پر همکارۍ هم ټینګار کړی دی.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي: «د افغانستان له خاورې هم ډاډ ورکول کېږي چې د هیچا پر وړاندې به نه کارول کېږي، د افغانستان کورنیو موضوعاتو ته په خپله افغانان رسېدنه کوي؛ ځکه کورنۍ موضوع ده او د خلکو غوښتنو ته به پام وشي، نور هېوادونه باید د افغانستان په اړه خپلو مکلفیتونو ته پام وکړي چې په بېلابېلو برخو کې باید له افغانستانه ملاتړ وشي.»
هغه زیاته کړې چې افغانستان هم غواړي له یادو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري او په بېلابېلو برخو کې د یادو هېوادونو همکارۍ ته هم اړتیا لري.
د روسیې د دفاع وزیر د څرګندونو ته د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د ټولیز امنیت سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، افغانستان کې ۲۰ «ترهګرې ډلې» شته، چې شمېر یې څه باندې ۱۵ زرو تنو ته رسېږي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، هغه تشویشونه بې ځایه بولي چې له افغانستان څخه د خطر تلقي کولو په منظور ایجادیږي.
هغه ویلي: «په افغانستان کې هیڅ کومه خپل سرې ډله شتون نه لري، افغانستان هیچاته خطر نه دی، په افغانستان کې د شلو ډلو د شتون مفکوره د امریکایي اشغال پر مهال ایجاد شوې وه چې استخباراتي موخې یې درلودې.»
ایران کې افغان ناقانونه کډوالو ته د وتلو ضربالاجل ټاکل
تېره اونۍ، د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز رییس نادریار احمدي ویلي، د سرشمېرنې پاڼو له لغوه کېدو سره څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال په ایران کې غیرقانوني بلل شوي او هغوی ته د چنګاښ تر ۱۵مې وخت ورکړل شوی چې دغه هېواد پرېږدي.
هغه ویلي، اوس په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان اوسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د رياستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر ګاونډيو هېوادونو غږ کړی چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او کډوالۍ نړۍوالو اصولو لهمخې چلن وکړي.
هغه ویلي، اسلامي امارت په ګاونډیو هېوادونو د کډوالو وضعیت د بدلون په موخه هڅې پیل کړې دي.
مرستې
تېره اونۍ، د روسیې فدراسیون په افغانستان کې د اړمنو کورنیو ملاتړ لپاره ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ته ورکړي دي.
دغه راز، د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي چې هند له افغانستان سره د انفلونزوا او «مننجیت» ناروغیو د ۱۱ زره دوزه واکسینو مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې روان ۲۰۲۵ کال به په افغانستان کې د ۱۲ میلیون ماشومانو په ګډون ۲۲،۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP