کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، روان ۲۰۲۵ کال به په افغانستان کې د ۱۲ میلیون ماشومانو په ګډون ۲۲،۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د تېرې اپرېل میاشتې په راپور کې ویلي، روان زېږدیز کال به له پنځه کلنۍ کمعمره ۸۵۷ زره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
راپور کې راغلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر بشري ناورین لا ډېر کړی او د تېرې اپرېل میاشتې تر ۲۶مې، د راستنېدونکو شمېر نږدې یو میلیون ته رسېدلی و چې له درېیو برخو دویمه هغه یې ماشومان دي.
د راپور په حواله، یونیسف اپریل میاشت کې څه باندې ۵،۸ میلیون کسانو ته اړین روغتیایي خدمات رسولي دي.
خو سرچینې دا نه دي ویلي چې له یاد شمېر خلکو سره د مرستو ترسره کولو لپاره څومره بودجې ته اړتیا ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP