Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د افغانستان کورنیو موضوعاتو ته په خپله افغانان رسېدنه کوي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): اسلامي امارت د ترک دولتونو سازمان اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر وړاندې نه کارول کېږي او کورنیو موضوعاتو ته په خپله افغانان رسېدنه کوي.

د ترک دولتونو سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو او د یوه سوله‌ییز افغانستان لپاره د نړۍوالې ټولنې پر دوامداره تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان د افغاستان د ثبات په موخه له افغانانو سره د نړۍوالو بشري مرستو ملاتړ کوي او د ثبات، پرمختګ او ملي روغې جوړې برخه کې  له اسلامي امارت سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

یاد سازمان دغه راز په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړو برخه کې له ا.ا سره پر همکارۍ ټینګار کړی او د ټاپي، افغان ټرانس، کاسا زر او د ورېښمو لارې پروژې یې د افغانستان د اقتصادي ثبات برخه کې مهمې بللې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، افغانستان هم غواړي له یادو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري او په بېلابېلو برخو کې د یادو هېوادونو همکارۍ ته هم اړتیا لري.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان له خاورې هم ډاډ ورکول کېږي چې د هیچا پر وړاندې به نه کارول کېږي، د افغانستان کورنیو موضوعاتو ته په خپله افغانان رسېدنه کوي؛ ځکه کورنۍ موضوع ده او د خلکو غوښتنو ته به پام وشي، نور هېوادونه باید د افغانستان په اړه خپلو مکلفیتونو ته پام وکړي چې په بېلابېلو برخو کې باید له افغانستانه ملاتړ وشي.»

اسلامي امارت له دې مخکې هم ویلي وو چې اوسنۍ حکومت ټولګډون دی او په دې برخه کې به نور هم کار وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.