کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د اوکراین او روسیې چارواکو ویلي چې استانبول کې د سولې خبرو پر بنسټ یې د جنګي اسیرانو تبادله پیل کړې ده.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو دویم پړاو د روانې غبرګولې میاشتې په ۱۲مه استانبول کې تر سره شو. په دغو خبرو کې هوکړه وشوه چې ناروغ او ټپي جنګي اسیران او هغه کسان چې عمر یې له ۲۵ کلونو کم دی، تبادله کړي.
د روسيې دفاع وزارت تېره ورځ ویلي، لومړۍ هغه ډله روسي پوځيان – چې عمرونه یې له ۲۵ کلونو کم وو- روسيې ته راستانه شوي او په بدل کې یې په همدې شمېر اوکرايني پوځیان خوشې کړي دي.
سرچينه زیاتوي، یاد روسي پوځیان په بلاروس کې تر رواني او طبي درملنو لاندې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم دغه تبادله تایید کړې او ویلي یې دي چې روسیې یو شمېر اوکرایني بندیان خوشي کړي دي.
د اسیرانو یاده تبادله د روانې جون مياشتې په دویمه د ترکیې په استانبول ښار کې د دواړو لوریو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې شوې ده.
د راپورونو له مخې، اوکراین او روسیې هوکړه کړې چې لږ تر لږه ۱۲۰۰ جنګي بندیان د دواړو لوریو ترمنځ تبادله شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP