Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسراییلي ځواکونو ډزو کې ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، غزه کې پر فلسطینیانو د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې د غزې د دیرالبلاح په سیمه کې د «العوده» روغتون د مسوولینو له قوله لیکلي چې اسراییلي ځواکونو د نتساریم څلورلارې ته نږدې د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر ولاړو فلسطینیانو ډزې کړې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

راپور کې راغلي چې د غزې په نورو سیمو کې هم د ډزو پېښې کې شوې چې د ټولو ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو پربنسټ، تېره ورځ هم اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د مرستو پر ترلاسه کوونکو فلسطینیانو ډزې کړې وې چې له امله یې ۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.