ژبه

یو شمېر پولنډي ګرځندویان د افغانستان د ښکلاوو ستاینه کوي

توسط جمعه‌زاده

مې 31, 2026 - 2:42 pm

Views: 2

میدان‌ښار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵): یو شمېر پولنډي سیلانیان چې تازه یې میدان‌وردګو ولایت ته سفر کړی، د افغانستان د طبیعي ښکلاوو، امنیت او د خلکو د مېلمه‌پالنې ستاینه کوي. بلخوا، د دغه ولایت ځیني اوسېدونکي د ګرځندوی د ودې لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کوي.

یو شمېر پولنډي ګرځندویان چې تازه یې میدان‌وردګو ولایت ته سفر کړی، له رسنیو سره په خبرو کې وویل، شاوخوا دوه اونۍ کېږي چې افغانستان ته راغلي او تر اوسه یې د دغه هېواد څو ولایتونه لیدلي دي.

د هغوی په خبره، کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان یې لیدلي او اوس بامیان ته راغلي او له دغه ځایه په پام کې لري غزني ولایت ته ولاړ شي او وروسته به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د دغو ګرځندویانو له ډلې ۵۱ کلن ډاکټر ډاریک وویل: «موږ ډېر خوښ یو چې افغانستان ته راغلي یو؛ دلته طبیعت ښکلی دی او خلک هم له موږ سره ښه چلند کوي، موږ په بایسکلونو سفر کوو او هڅه کوو د افغانستان بېلابېل ولایتونه وګورو.»

هغه زیاته کړه: «موږ د افغانستان نوم یوازې د جګړو له لارې اورېدلی و،  دلته په لسګونو کلونه جګړې شوې دي، فکر به مو کاوه چې دا به ډېر وران او ویجاړ هېواد وي، خو اوس چې دلته راغلي یو، داسې احساس کوو لکه هيڅ ستونزه چې نه وي پېښه شوې.»

هغه د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د ګرځندویانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، څو لا ډېر بهرني ګرځندویان زړه ښه کړي څو افغانستان ته راشي. هغه زیاته کړه چې حکومت دې له هغو مکتوبونو تېر شي چې ګرځندویان یې هر ولایت ته له پلازمېنې وړي؛ ځکه دا د هغوی ډېر وخت نیسي.

یو بل ۶۰ کلن سیلاني ژبیشیک وویل: «ما د نړۍ له شلو ډېر هېوادونه کتلي، خو افغانستان مې پکې خوښ شو.»

هغه زیاته کړه، موږ په وېره کې وو چې دغه هېواد تازه له جګړو راوتلی او ښايي د بهرنیو سیلانیانو لپاره پکې ستونزې وي.

د هغه په خبره: «اوس خوښ یم چې راغلی یم، هڅه به مې دا وي چې د دغه هېواد مثبت انځور انتقال کړم او نورو خلکو ته هم ووایم چې افغانستان ته د سیاحت لپاره راشي.»

بلخوا، د میدان‌وردګو یو شمېر اوسېدونکي وایي، په وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی چې کولی شي د سیمې پر اقتصاد او سوداګرۍ مثبت اغېز ولري.

هغوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د سیلانیانو لپاره تفریحي ځایونه، د استوګنې اسانتیاوې او نور خدمات پراخ کړي.

د سیمې یوه اوسېدونکي محمدظفر پژواک ته وویل: «دلته اوس سیلانیان زیات راځي، که مناسب تفریحي ځایونه او اسانتیاوې جوړ شي، نو هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به نور سیلانیان داغه ولایت ته راجلب شي.»

په همدې حال کې، د میدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب‌الله مجاهد وایي، سږ کال زرګونو داخلي او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو لیدنه کړې ده.

نوموړی وایي، سیلانیان د دغه ولایت د لومړۍ حصې له بهسودو، مرکزي بهسودو او جلرېز ولسوالیو، سنګلاخ درې، چک بند، د دغه ولایت له موزیم او تاریخي سیمو لیدنې کوي.

هغه زیاتوي، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د سیاحت د ودې او د سیلانیانو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

میدان‌وردګ چې د خپلو غرنیو سیمو، شنو درو، طبیعي منظرو او سړو اوبو له امله مشهور دی، ورو ورو د هېواد د سیاحتي ولایتونو په ډله کې د پام وړ ځای خپلوي.