ژبه

د جګړې دوام؛ امریکا او ایران پر یو بل د تازه بریدونو خبر ورکړی

Nathan Jordan/AP

سهراب سروری

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۸

Views: ۲۶

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): امریکا وایي، پر ایران د بریدونو په اتمه ورځ یې د دغه هېواد ساحلي څارنیز او هوايي دفاعي تاسیسات، سمندري وړتیاوې او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمې په نښه کړې دي. بلخوا، د ایران پوځ وایي چې د امریکا د پوځ د العدیري کمپ د مهماتو زېرمه او د کویټ په علي‌السالم اډه کې یې پاټریوټ او هوايي رادارونه په نښه کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران پر ضد یې د بریدونو نوی پړاو د امریکا د ختیځ پر وخت د شنبې د شپې په یوولس‌نیمې بجې ترسره کړی دی.

سېنټکام ویلي، د پرله‌پسې بریدونو په اتمه شپه یې د ایران ساحلي څارنیز او هوايي دفاعي تاسیسات، سمندري وړتیاوې او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمې په نښه کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران هغه مرکزونه هم په نښه کړي چې د سېنټکام په وینا، د جولای د ۱۷مې نېټې پر مهال په اردن کې پر امریکايي ځواکونو په بریدونو کې یې رول درلود.

سېنټکام زیاته کړې چې په منځني ختیځ کې له ۵۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري ځای پر ځای شوي او د بشپړ چمتووالي په حالت کې دي.

بلخوا، د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې او د «صاعقه» عملیاتو د شپاړسم پړاو په ترڅ کې یې په کویټ کې د امریکا دوه مهمې اډې د ډرونونو په وسیله په نښه کړې دي.

د راپور له مخې، د امریکا د پوځ د العدیري کمپ د مهماتو زېرمه او د کویټ په علي‌السالم اډه کې د پاټریوټ او هوايي رادارونه د ایران د ډرونونو د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

د تسنیم په راپور کې راغلي: «العدیري کمپ په سیمه کې د امریکا د پوځ له مهمو اډو څخه دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت له پولو شاوخوا ۱۰۴ کیلومتره واټن لري او د امریکايي ځواکونو د ملاتړ او بیا تنظیم له مهمو مرکزونو شمېرل کېږي چې د دې اډې په فعالیت کې اختلال به د سیمې د پوځي ملاتړ پر عملیاتو د پام وړ اغېز وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې سېنټکام ویلي، په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي، څلور نور ټپیان شوي او یو بل ورک دی.