کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): اسلامي امارت د زمري ۲۴مې په مناسبت ویلي، له ټولو هېوادونو سره د سولې او ارامۍ په فضا کې ژوند کول غواړي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې د افغانستان حریم او ګټو ته درناوی وکړي.
د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: «له نن څخه پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ (۱۴۰۰هـ ش کال، د زمري ۲۴مه) د الله جل جلاله په نصرت او د افغان میړني ولس په مجاهده او قربانیو افغانستان له امریکايي اشغال څخه نجات وموند او د هېواد مرکز او ولایتونه د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا فتحه شول.»
سرچینه زیاتوي: «د دې سترې بریا او فتحې په مناسبت خپلو ټولو خلکو، مجاهدینو، د شهیدانو خپلوانو او کورنیو، کونډو او یتیمانو ته مبارکي وایو، له لوی الله جل جلاله څخه غواړو چې د تل لپاره زموږ وطن نور له اشغالونو، تجاوزونو، جګړو او ناامنیو څخه راته وساتي او خلک مو د شرعي نظام تر چتر لاندې له آرام او هوساینې څخه برخمن و اوسي.»
په اعلامیه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي چې د یادې بریا په مناسبت شکر ادا کړي، د جهاد د ارمانونو د تحقق لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او د شرعي نظام ترڅنګ د خلکو او هېواد خدمت ته دوام ورکړي.
اسلامي امارت له مسوولینو هم غوښتي چې باید لا ډېر د الله تعالی دین، شریعت او د خلکو خدمت ته متوجه و اوسي او له خپلو خلکو سره په ډېر اخلاص، مینه او ورورولۍ تعامل وکړي.
په اعلامیه کې له مسوولینو غوښتل شوي چې «د شهیدانو ارمانونه په نظر کې ولري، د کونډو او یتیمانو د پالنې برخه کې کوښښ وکړي او د خلکو د امنیت او سوکالۍ لپاره لا ډېرې ستړیاوې وګالي.»
اسلامي امارت ویلي چې افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د امن او ارام په فضا کې ژوند کول غواړي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې استعمال کړي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان پر ضد په هيڅ ډول دسیسو کې ښکېل نه شي او د افغانستان د خاورې، حریم او ګټو درناوی وکړي.