کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت د افغانانو سرښندنو او قربانیو ته په درناوي د خلکو پر یووالي او ملي پیوستون ټینګار کړی دی.
د افغان ـ انګلیس لومړۍ جګړه له ۱۸۳۹ تر ۱۸۴۲ میلادي کلونو، دویمه له ۱۸۷۸ تر ۱۸۸۰ میلادي کلونو وې او درېیمه جګړه د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په شپږمه پیل او د همدغه کال په اګسټ کې پای ته ورسېده چې په پایله کې یې افغانستان بېرته خپلواکي ترلاسه کړه.
نن (چهارشنبه، د زمري ۲۸مه) له انګلیس څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده. په همدې ورځ امانالله خان د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې ورځې په مناسبت د ازادۍ د مبارزینو سرښندنو او قربانیو ته په درناوي ویلي: «که څه هم د خپلواکۍ ترلاسه کول او د هغې لپاره د مبارزې سختۍ زغمل زموږ د ملت لپاره ارزښتناک او د اعتبار او ویاړ لامل دي، خو د خپلواکۍ ساتل او له هغې ګټه اخیستل هغه مهال شوني دي چې ګران افغانستان یو پیاوړی او پر ځان بسیا هېواد وي؛ ځکه د یوه هېواد ځواک په تلپاتې سولې او ثبات، ملي یووالي او د علم او پوهې په ګاڼه په سمبالو ځوانانو پورې تړلی دی.»
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې روزل شوی بشري ځواک هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د هېواد ټولو اولادونو، نجونو او هلکانو ته د زدهکړو زمینه برابره وي او د خلکو ترمنځ اتحاد او همبستګي هغه مهال پیاوړې کېږي چې د ګډ برخلیک باور او د هېواد د ټولو وګړو د ګډ مالکیت احساس پراخ شي.
کرزي لیکلي: «افغانستان یوازې د ملي انسجام او ځواک پر مټ کولای شي له خپلواکۍ ګټه واخلي، پرمختګ وکړي او په عین حال کې په نړۍواله ټولنه کې د یوه مسوول او بااعتباره غړي په توګه د نړۍ په کچه وړ او د درناوي وړ ځای ولري.»
د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله هم د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ویلي: «د خپلواکۍ ورځې نمانځل زموږ د هېواد د خلکو د بېشمېره سرښندنو او قربانیو یاد تازه کوي؛ کوم چې د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره یې مبارزه وکړه، څو د دې خاورې د سرښندونکو خلکو تاریخ او هویت پایداره پاتې شي.»
هغه د افغانستان د خلکو لپاره د یووالي او ملي پیوستون دعا کړې ده.