کابل (پژواک) ـ د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره وایي، د دې ادارې عمومي رییس مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پولیتخنیکونو او ټولنیزو کالجونو له عمومي رییس سره د تخنیکي او مسلکي زدهکړو برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
یادې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رییس مولوي غلامحیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پولیتخنیکونو او ټولنیزو کالجونو له عمومي رییس، ډاکټر شمسالدین عبدالله سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې په دې لیدنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا، د تجربو او تخصصي پوهې پر تبادلې، د ظرفیتونو پر لوړولو او د ګډو ښوونیزو فرصتونو پر رامنځته کولو بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د ښوونیزو اړیکو د پیاوړتیا او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو برخه کې د ګډو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.











