هرات (پژواک) – هرات کې یوه شرکت د یونیم میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت خپل توليد د ګاز شپږ ټانکرونه اوزبېکستان ته صادر کړي دي.
د هرات د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټانکرونه د نړۍوالو معیارونو او سټنډرډونو مطابق جوړ شوي او د لاسلیک شوي تړون له مخې، ټاکل شوې چې ټولټال ۵۱ ټانکرونه اوزبېکستان ته صادر شي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه صادراتي محموله د هېواد د کورنیو صنعتي تولیداتو د ظرفیت یوه برخه ښيي چې کولای شي د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو د پراختیا زمینه برابره کړي.
هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي او صنعتي ولایتونو شمېرل کېږي او په دغه ولایت کې د تولیدي صنعتونو پراختیا کولای شي د صادراتو په زیاتوالي او د کورنیو تولیداتو د بازارونو په پراخېدو کې مهم رول ولوبوي.










