منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۰ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

افغان ابدالیان لوبډلې د هانګ‌کانګ شپږ اوریزې سیالیو اتلولي وګټله

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰ کتنې

کابل (پژواک) ـ د افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د هانګ‌کانګ په کوربه‌توب شپږ اوریزو نړی‌والو سیالیو پایلوبه کې اسټرالیا ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ پایلوبه نن غرمه په هانګ‌کانګ کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شپږ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ منډې وکړې.

د افغان ابدالیانو لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۵.۱ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او اسټرالیا ته یې د څلورو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

د افغان لوبډلې په ګټه عمران میر ۵۳، فرمان‌الله ساپي ۲۶، ګلبدین نایب ۱۷ او کریم جنت ۱۳ منډې وکړې.