د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني حل کړې ده.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست وايي، د روغتيا نړۍوال سازمان سره په ګډه یې د جلالاباد ښار په چاپېريال کې د پوليو ويروس د معلومولو سروې پيل کړه.
د لوګر ولایت په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې د دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې روان لمریز کال په ټول هېواد کې څلور اعشاریه ۸۳ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه ډېروالی ښيي.
اروزګان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د ترینکوټ ښاروالۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې خپله څلورمه لوبه تاجکستان ته وبایلله.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې چې د اتو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د کونړ د کرنې او مالداري ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سږ کال د چهارمغزو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی او په ټولیز ډول ۱۸۰۰ ټنه چهارمغز ترلاسه شوي دي.
د بلخ افغاني سرې میاشتې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې ۱۳۰۰ ماشومان د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي او د درملنې لپاره یې یو میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
خوست کې د ګنجينه په نوم د کورنيو محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو.
ننګرهار کې د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب د درېيو کورنيو ترمنځ ۶۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د پکتیا کرنې ریاست وايي چې د ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د ۱۴۵ شنو خونو جوړېدو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP