د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د نږدې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي چې «فتنهګرو ډلو» ته د ځوانانو د نه جذبېدو، د هغوی د کډوال کېدو او د نشهیي توکو مخنیوي لپاره باید په افغانستان کې سترې پروژې پلې شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان کې د سکرو کان پر ګارګرو برید – چې له امله یې د څلورو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي وو – غندلی او وایي د افغانانو د جنازو د انتقال لپاره به اړینې اسانتیاووې برابرې کړي.
اسلامي امارت د روسیې فدراسیون شورا د نړۍوالو چارو د رییس له هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي يې دي، منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې اړینې دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون عربي هېوادونو له امریکا غوښتي چې د ایران پر نفتي زېرمو د اسرائیل د احتمالي برید مخنیوی وکړي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د قایداعظم پوهنتون کې د محصلینو د دوو ډلو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې اووه کسان ټپیان شوي دي.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په فلورېډا ایالت کې د میلټون توپان له امله چې له دوړو او خاور سره مل و، تر اوسه ۱۶ کسان مړه شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په زابل ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس په افغانستان کې د سره صلیب فدارسیون له استازي سره له نړۍوالو غوښتنه کړې چې چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کېږي او د څه باندې ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې ادارې د ۳۲ ځنډول شوو چاپېریالي پروژو کارې دې بېرته پیل شي.
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
بلوچستان کې ناپېژانده وسلهوالو د ډبرو سکرو پر یوه کان برید کړی چې له امله یې د درېیو افغانانو په ګډون، شل کسان په ډزو وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP