له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره وایي چې د دې ادارې سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې له یاد هېواده په تخنیکي، ترانسپورټي او نورو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د غزني کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۴۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
اروزګان کې یو شمېر هغه کروندګر چې سږ کال یې پر خپلو ځمکو خټکي او هندواڼې کرلي، له حکومته خپلو محصولاتو ته د بازار غوښتنه کوي.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نورستان او کونړ لویې لارې د لومړي او دویم لاټ د جوړولو چارې پېل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې له یوې هندي کمپنۍ سره یې د راتلونکو درېیو کلنو لپاره د لوبو د نشراتو او رسنیزو حقوقو برخه کې هوکړهلیک لاسلیک کړې دی.
د بغلان ولایت په دهنهغوري ولسوالۍ کې د ځایي اوسېدونکو له لوري د ۶۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوې دیني مدرسې د جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې د کانالونو نشتوالي له امله ډېره اندازه کرنیزه ځمکه له کښته پاتې ده او هغه کانالونه چې څو لسیزې مخکې جوړ شوي دي، بیارغونې او پاککارۍ ته اړتیا لري.
په بغلان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د یوې جوړې شوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان د اسرائیلو وروستي هوايي بریدونه غندلي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په موخه مسوولانه ګامونه پورته کړي.
د اسلامي امارت مشرتابه په یوه فرمان کې ویلي، د ټولو دولتي ادارو مسوولین مکلف دي چې د مراجعینو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو هغوی په مستقیم ډول خپلې ستونزې مسوولینو ته وړاندې کړي.
د پکتیا ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اتو کارېزونو د بیارغونې او پاکولو چارې پيل شوې.
په ننګرهار ولايت کې د کورنيو تولیداتو د بازار موندنې په موخه درې ورځنی لومړنی نړۍوال نندارتون پرانیستل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP