Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ايران د خراسان رضوي انقلاب او عمومي څارنوال حجت صدیقي ویلي چې د روان کال له پيله د لېندۍ میاشتې تر پايه په ګډو پولو کې ۳۰ زره او ۸۲۰ غیرقانونی افغان ګډوال دغه هېواد ته له داخلېدو مخکې نيول شوي او بېرته افغانستان ته ورګرځول شوي دي.
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د نیمهکاره سړوخونو فعالولو په موخه یوه ناسته ترسره شوه.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د جلالاباد ښار له واټونو څخه يې لسګونه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره يې پلازمېنې کابل ته لېږدولي دي.
یوه ځايي حکومتي سرچينه وایي چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو د علیشېرو ولسوالۍ اړوند ډابګي سیمې ته توغندي توغولي وو چې په ځواب کې يې افغان ځواکونو هم پر هغوی بریدونه کړي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کجکي او سنګین ولسوالیو کې له څه باندې ۲۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د عدلیې وزارت وايي چې د بلخ په مرکز، مارمل او شولګره ولسوالیو کې د سندونو او مدارکو د څېړنې په پایله کې څه باندې ۱۶ زره جریب ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.
خوست ښار کې د څه باندې ۴۰ ميليون افغانيو په لګښت دوې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په بغلان کې له ۱۱۵ یتیمانو او لغمان کې له څه باندې سلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو استنادي دېوال او یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرومایټ ډبرو د ۲۴ کانونو سروې بشپړه شوې او له داوطلبۍ وروسته به یې د استخراج چارې پيل شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال وايي چې له رسنیو سره دې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د نورو ستونزو د حل برخه کې همکاري وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP