Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د مشرتابه د حکم له مخې، د اسلامي امارت هيڅ مسوول کس نه شي کولای چې په یوه وخت کې دوه ځايه په رسمي ډول دندې ترسره کړي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څهکم ۲۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت درې چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ترکیې په استانبول ښار کې د غالیو لوی نړۍوالو نندارتون پرانیستل شو چې د افغانستان د غالیو سکټور اتو شرکتونو هم پکې ګډون کړی دی.
د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې د درېیو جلا پېښو له امله شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې ۳۳۴ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز په کندهار کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو وېش د پیل مراسمو کې له هغو هېوادونو چې افغان کډوال په زور راوباسي، وغوښتل چې له کډوالو سره له ظلم کولو لاس واخلي.
د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د سوېلي ولایتونو د مسافر وړونکو موټرو لپاره د ترمينل د لومړي فاز جوړولو چارې پیل شوې.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د سختې واورو ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز میمنې ښار سره د دوو غرنیو ولسوالیو ارتباطي لاره تړل شوې ده.
غزني کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت آببند ولسوالۍ کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه.
د لغمان ولایت د دولتشاه ولسوالۍ ځوانانو په خپل نوښت او هڅو د «ملي یووالي» تر نوم لاندې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل کړې.
د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګونو لویه لار نن سهار د سختې واورې او توپان له امله د ټولو نقلیه وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
ایران کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د هغه هېواد د آزادو ساحو او سوداګریزو بندرونو د عالي شورا له رییس سره لیدنه کې د افغان سوداګرو او ترانسپورټي شرکتونو د ستونزو د حل په اړه یې خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP