Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له درېیو نړۍوالو موسسو سره یې د نږدې څلور میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان ته اختلافات له پردي فکر، عقیدې او سیاسته راغلي او په وینا یې، وحدت ته بلنه د یوه نظام لپاره فریضه ده.
د هرات امنیه قومانداني وايي چې د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې په مربوطاتو کې د غلو یوه څلورکسیزه ډله نیول شوې ده.
د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي چې د یوې ازادې بولۍ له لارې د دغه ولایت په مرکز اسعداباد کې د ۴۰.۴ میلیون افغانیو په ارزښت ۲۲۲ کیلوګرامه قیمتي ډبرې وپلورل شوې.
د امریکا له زندانه د امریکايي وګړو په تبادله کې ازاد شوی افغان بندي خانمحمد نن ننګرهار ته راورسېد چې د دغه ولايت د چارواکو او ځايي خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
فاریاب کې یو شمېر ممیز پلورونکي او بڼوال وایي چې په لاسي او ډیجیټلي تلو کې د وزن توپیر په سوداګریزو معاملو کې ستونزې پیدا کړې او دغه تفاوتونه د دوی د مالي زیان لامل شوي دي.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د ۶۵۰ متره سړک کانکرېټولو چارې پیل شوې.
اړوندو ادارو سبا او بل سبا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ خلکو په خپل شخصي لګښت د ګېلان ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره یو مجهز کتابتون جوړ کړ.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ له لوري په جلالاباد ښار کې د روږدو د درملنې او راټولولو د کمپاين پر مهال د ښار له مختلفو واټونو او سيمو ۶۸ روږدي راټول او کابل ته لېږدول شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صنعتي ساحو قانون په یوه مقدمه، شپږو بابونو، ۱۱ فصلونو او ۶۷ مادو کې توشېح شوی دی.
هرات کې ځایي مسوولین وايي، په تېرو نهو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۱۶۵ لویو او کوچینو تولیدي کارخونو فعالیت پیل کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP