Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل کې نن د نهو لوبډلو ترمنځ د اتلولۍ جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
سیمهییز مسوولین وایي چې په هلمند او غور ولایتونو کې له څه باندې ۱۱ زره او ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د «خپل هېواد، خپل تولید» تر نامه لاندې درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، د روغتیایي مرکزونو ریفورم او د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په اړه خبرې کړې دي.
د خوست ولایت په مرکز کې د ۹۳ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
راشدخان د کرکټ نړۍوالې شورا یو ورځنیو لوبو د توپاچونې برخې نړۍواله درجهبندۍ کې لومړی ځای خپل کړ.
فراه کې د یوه پانګهوال لخوا د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د چرګانو حلالځای جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۸۱ مرستندوی کارکوونکي وژل شوي دي.
د اسټرالیا دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو له لوري د ترسره شوو جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو لپاره یې روټ مککال د استازي په توګه ټاکلی دی.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د څو پرمختیايي او ټولګټو پروژو په پیلېدو سره لږ تر لږه زرو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوې ده.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې تهران د افغانستان لپاره د نړۍوالې ټولنې له هر رغنده نوښته ملاتړ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP