Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د «خپل هېواد، خپل تولید» په نوم نندارتون جوړ شو

مهترلام (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د «خپل هېواد، خپل تولید» تر نامه لاندې درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازی پژواک خبري آژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه د کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو د سوداګرو لخوا د «خپل هېواد، خپل تولید» تر نامه لاندې درې ورځنۍ نندارتون جوړ شو.

د نوموړي په وینا، یاد نندارتون کې کورني تولیدات لکه مېوې، سبزیجات، غالۍ، تخنیکي وسایل او لبنیات نندارې ته اېښودل شوي.

بلخوا، د لغمان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي سلامت خان بلال وایي چې د دغه نندارتون په ۴۰ غرفو کې کورني تولیدات به د درې ورځو لپاره نندارې ته کېښودل شي او له جوړېدو څخه یې موخه کورنیو تولیداتو ته په کور دننه بازارموندنه ده.

په ورته مهال، د لغمان ولایت یوه سوداګر خلیل‌الرحمن صدیقي د حکومت دغه اقدام چې د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه نندارتون جوړوي. ستايي.

د کونړ ولایت څخه راغلی سوداګر عبدالله دغه‌راز له حکومته وغوښتل څو دغه ډول نندارتونونه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم جوړ کړي.

د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې د پنځوو ولایتونو سوداګر په لغمان کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.