Language

پکتیا کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي

ګردېز (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د کابل – ګردېز عمومي لارې د تېرې کنډو په سیمه کې یو فېلډر او یو ویډز موټرونو ټکر کړی دی.

سرچینه وايي، په دې پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي چې د امنیتي کسانو له خوا روغتون ته انتقال شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د تېرې کنډو په سیمه کې ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.