Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ترکمنستان او چین چارواکو په یوه دوه اړخیزه ناسته کې ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه به د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
د کورنیو چارو وزات وايي چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یو شمېر «عبادت کوونکو» د وسلهوالو له لوري ډزې شوې چې له امله یې لس کسان مړه شوي.
د غزني ولایت په حوزوي روغتون کې د ناروې کمېټې له لوري د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مور او ماشوم د پاملرنې څانګه جوړه او پرانیستل شوه.
د رياستالوزراء سياسي مرستيال وايي، د بیارغونې پروژې له هر ډول تعصب پرته د هېواد په ګوټ ګوټ کې پلې کېږي او حکومت هڅه کوي چې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه اوسپنيز کانکریټي پله د بیارغولو چارې بشپړې شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې غلو یو ځوان وژلی او د هغه جسد یې د رود سیمه کې غورځولی دی.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين وايي چې د هېواد په زندانونو کې هيڅوک زندانیانو ته د سزا او یا هم شکنجې ورکولو صلاحیت نه لري.
د ميدانوردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د قلمونو جوړولو یوې فابریکې فعالیت پيل کړ.
په لوګر ولایت کې له ۱۸ کلونو وروسته د کابل – ګرديز لویې لارې درې کیلومتره تړل شوی سړک پرانیستل شو.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې، ډيزل تېلو او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د مالیزیايي غوړیو او پټرول تېلو بیې لوړې شوې دي.
میدانوردګو کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د جغتو او نرخ ولسوالیو لپاره د نږدې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی به نن دغه هېواد ته سفر وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP