هلمند کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د سنګین دوراهي سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
ایمرجنسي روغتون وایي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې ترافیکي پېښې پنځه برابره زیاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر سوریې د اسرائیل بریدونو پر ژر تر ژره درېدو ټینکار کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه بریدونه د سوریي له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.
د سپیڼې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مرستیال د پاکستان د بالسټیک توغندیو پر پروګرام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې امریکا د پاکستان اقداماتو ته د څرګندېدونکي ګواښ په سترګه ګوري.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې امنیتي منسوبینو د دغه ولایت په خانقا ولسوالۍ کې د یوه کلي د ملک وژلو په تور یو کس نیولی دی.
د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ يې د دغه ولایت په ټولو ولسواليو کې څه باندې ۶ زره کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د پروان امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، که د متحده ایالتونو د استازو جرګه نن (جمعه) د دغه هېواد دولتي بودجه تمدید نه کړي، ډېرې حکومتي ادارې به د بودجې د کموالي له امله د لنډ وخت لپاره وتړل شي.
افغان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو نړۍوالو شل اووریزه سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د دغه هېواد په پلازمېنه هرارې کې ترسره کوي.
د افغانستان له ۱۹ کلونو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن خپله څلورمه لوبه د اماراتو له لوبډلې سره کوي.
د امریکا متحده ایالتونو غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړهلیک وېټو کړی دی.
ټاکل شوې په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ لساوریزې سوداګریزې سیالۍ د ۲۲ افغان لوبغاړو په ګډون نن پیل شي.