ژبه

د ابوظبۍ د کرکټ لس‌اوریزې سیالۍ د ۲۲ افغان لوبغاړو په ګډون نن پیلېږي

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ ۱۴۰۳): ټاکل شوې په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ لس‌اوریزې سوداګریزې سیالۍ د ۲۲ افغان لوبغاړو په ګډون نن پیل شي.

نن له غرمې وروسته په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ لس‌اوریزې سوداګریزې سیالۍ پيلېږي چې دوولس ورځې به دوام وکړي.

د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دغو سیالیو ته له افغانستانه ۲۲ لوبغاړي غوره شوي چې په اوو لوبډلو کې به لوبېږي.

شرف‌الدین اشرف، امیر حمزه، قیس‌احمد، کریم جنت، عظمت‌الله عمرزی، فرید ملک، مسعود ګربز، فریدون داودزی، خلیل ګربز، رحمان‌الله ګربز، نجیب‌الله ځدراڼ، نوراحمد لګڼوال، الله‌محمد غضنفر، محمدنبی، اعجاز احمدزی، ګلبدین نایب، مجیب ځدراڼ، فضل‌الحق فاروقي، نوین‌الحق، راشد‌خان، محمدشهزاد او حضرت‌الله ځاځی هغه افغان لوبغاړي چې دغو سیالیو ته د بېلابېلو لوبډلو له خوا اخیستل شوي دي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د راتلونکې ډسمبر تر دویمې دوام وکړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم افغان لوبغاړي د هند، بنګله‌دېش، سریلانکا، سوېلي افریقا او یو شمېر نورو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلي دي.