د افغانستان د جودو فدراسیون وایي چې څلور افغان ورزشکاران د ایران په کوربهتوب د «سولې او دوستۍ جام» تر عنوان لاندې د جودو سیالیو کې نن له خپلو سیالانو سره لوبه کوي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیمې د پولیسو په یوه مرکز کې دننه چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان دي.
امریکا د ایران د سپاه پاسدارانو د یوه غړي شهرام پورصفي په تړاو د داسې معلوماتو په بدل کې چې د هغه نیولو ته لار هواره کړي، ۲۰ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په هرات ولایت کې د ۱۸ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو فابریکې د دویم فاز جوړولو چارې پرانیستل شوې.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي او لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه زیانمن او یا هم وېجاړ شوي دي.
د پوهنې وزارت وایي، د غزني ولایت د جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو اوسېدونکو د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د پوهنې له برخې سره ۲۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د امنيت د ټینګښت په موخه د موټرسایکلسپرو پولیسو سل کسیزه قطعه جوړه کړې ده.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنه ښار کې یو ځوان د خپل ورور له لوري د چاقو په ګزارونو وژل شوی دی.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ازبکستان په کوربهتوب نن پیلېږي.
د افغانستان د تکواندو دوو ملي لوبغاړو محسن رضایي او علياکبر امیري د ایران په الف لیګ تکواندو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې هندی راما کریشنا شریدر یې د نیوزیلنډ او سوېلي افریقا پر وړاندې د راتلونکو لوبلړیو لپاره د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ټاکلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP