منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

غړي

د اندخوی- جوزجان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د مزارشریف د امام ابو حنیفه دارالعلوم د رییس په ګډون څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي ديد فاریاب سیمه ییز مسوولین وایي چې دغه پېښه تېر مازدیګر د اندخوی- جوزجان پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

غړي

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پرمخ بیا وتړل شوه

د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې مسوولین وایي، پر سوېلي او شمالي سالنګ د واورې ورښت او تېز باد له امله د هېواد شمالي ولایتونو ته غځېدلې د سالنګ لویه لار تېره شپه د لويو بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

غړي

په بادغیس کې د تېرې ورځې زلزلې نږدې زر کورونه ویجاړ کړي

حکومت په بادغیس ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله په ټولیزه توګه د څه باندې زرو کورونو له لږ او بشپړ ویجاړېدو خبر ورکړی او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې تر خاورو لاندې شوو کسانو ژوند وژغوري او زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

نور راپورونه