منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

ملي دفاع وزارت د زلزله‌ځپلو د ژغورنې ټیمونه وستایل

د ملي دفاع وزیر د هېواد ختیځ کې د زلزله‌ځپلو د ژغورنې برخه کې د دغه وزارت اړوند د ژغورونکو ټیمونو ستاین‌غونډه کې ویلي چې د هېواد هوايي او پلي ځواکونه د خلکو په خدمت کې دي او په هر ډول حالاتو کې به رسېدنه ورته کوي.

شدیده خوارځواکي؛ زلزله‌ځپلو سیمو کې اندېښمنوونکی اټکل

د ماشومانو ژغورنې سازمان ویلي، اټکل کېږي چې د افغانستان په ختیځو زلزله‌ځپلو سیمو کې له پنځو کلونو کم‌عمره شاوخوا ۳۷ زره ماشومان او لس زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وي او د روغتیايي مرکزونو زیانمنېدو دا وضعیت لا خراب کړی دی.

ملګرو ملتونو د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د مرستي لپاره د نږدې ۱۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وایي چې ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړۍوالې ټولنې د نږدې ۱۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

له زلزله‌ځپلو سره د تاجکستان، سویس، قطر او عزیزي بنسټ مرستې

د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د ملي او نړۍوالو مرستو په دوام، تاجکستان، سویس او عزیزي خیریه بنسټ خپلې بشري مرستې لېږلې او قطر په سیمه کې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یو ګرځنده روغتون رامنځته کړی دی.

له پېښو سره د مبارزې اداره: د تېرې شپې زلزله مرګ‌ژوبله نه‌لري خو مالي زیانونه یې اړولي

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تراوسه د مرګ‌ژوبلې پېښه نه ده ثبت شوې خو په کونړ او ننګرهار کې یې مالي زیانونه اړولي دي.

ډبلیو‌اېچ‌او: د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین د کنټرول لپاره بېړنی نړۍوال ملاتړ مهم دی

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چې د دغه سازمان په بودجه کې د څه باندې څلور میلیون ډالرو کمښت کولای شي د افغانستان په ختیځ کې زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړي؛ په داسې حال کې چې زرګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ د روغتیايي خدمتونو او د اړتیا وړ بېړنیو توکو له نشتوالي سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیون ډالر ځانګړي کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې ملګرو ملتونو تر اوسه د هېواد په ختیځ ولایتونو کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیون امریکايي ډالر ځانګړي کړي…

نور راپورونه