بدخشان نن سهار دوو زلزلو ولړزاوه
د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې اداره وايي چې نن سهار د بدخشان په ولايت کې دوې زلزلې وشوې.
د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې اداره وايي چې نن سهار د بدخشان په ولايت کې دوې زلزلې وشوې.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د زرمینځلو کارځای لوېدو پېښه کې دوه کان کیندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د غزني امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ د واورې ورېدو او سړې هوا له امله یو سوداګر مړ شوی، خو دوه نور ژغورل شوي دي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجهموسی او سبزپوش ولسوالیو کې د دوو جلا پېښو له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د دایکنډي ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د واورې ښویېدنې له امله یو کس مړ شوی دی.
ځایي مسوولین وایي چې د بامیان او دایکنډي ټولې لارې چې له دوو ورځو راهیسې د سختو واورو او توپانونو له امله بندې شوې وې، بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې.
د بدخشان ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیضاباد او بهارک ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د غور ټولګټو ریاست وایي چې نن سهار د غور- کابل لویه لار او د دغه ولایت د لوېدیځو شپږو ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو موټرو لپار له دواړو خواوو او بار وړونکو موټرو لپاره له شمال څخه جنوب ته پرانیستل شوه.
ځایي مسوولین وایي چې په بدخشان او میدان وردګو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځایي مسوولین وایي چې بامیان او دایکنډي ته غځېدلې ډېرې لارې د واورې او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
دایکنډي کې ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله یو ځوان - چې نوی واده یې کړی و - مړ شوی او مېرمن یې د بېهوښۍ حالت کې روغتون ته لېږدول شوې ده.
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د سالنګ لویه لار نن سهار یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله یوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی.
د غزني ښار اړوند روضې کوتل سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار له یوه زرنج موټرسایکل سره د ۵۸۰ مسافروړونکي موټر د ټکر له امله ۶ کسان ټپیان شوي دي.
د سالنګونو د څار او ساتنې ریاست د کوچنیو موټرو پر مخ د سالنګ لارې له پرانیستل کېدو خبر ورکوي او وايي چې تېره شپه پر یاده لار دوو ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه شوي دي.
د کندوز او میدان وردګو ولایتونو بېلا بېلو ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او ۱۵ ټپیان شوي دي.
د سالنګونو د لویې لارې د څاراوساتنې ادارې مسوولین وایي چې د واورې اورښت اوطوفان له امله دغه لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د بغلان د امنیه قومانداني مسؤولین وايي، د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې یو فلانکوچ موټر چپه شوی دی.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په مربوطاتو کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو جلا ترافیکي پېښو له امله یو ماشوم مړ او نهه کسان نور ټپیان شوي دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختې واورې او باران ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د بدخشان د مرکز فیضاباد – کشم ولسوالۍ عمومي لاره چې نن سهار په درېیو برخو کې د سختو واورو له امله بنده شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.