پېښې
راپورونه
د کندهار د صنعتي پارک په یوې فابریکې کې اورلګېدنې سلګونه زره ډالر زیان اړولی
د کندهار په صنعتي پارک کې د وچې مېوې د بستهبندۍ په یوې فابریکې کې اورلګېدنې ۶۰۰ زره ډالر زیان اړولی دی. د یادې شوې فابریکې مسوول صفتالله پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ…
جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې
په جوزجان ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، د جوزجان ـ بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او…
کندوز کې ترافیکي پېښو کې ۱۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې درې ترافیکي پېښې شوې دي.
نن سهار یوې زلزلې د بدخشان ولایت ولړزاوه
د ريښتر په کچه ۵،۱ درجې زلزلې د بدخشان مرکز فیضاباد ښار او د دغه ولایت ځینې ولسوالۍ ولړزولې.
غزني کې د موټر چپه کېدو پېښه کې يو تن مړ او ۴ ژوبل دي
د غزني مسوولین وايي، د غزني ـ کندهار په عمومي لویه لاره د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.
لغمان کې د ګاز ډبې چاودنې درې کسان ټپيان کړل
د لغمان مسوولین وایی، نن مازیګر ناوخته د مهترلام ښار رحماني چوک کې د یوې ریکشې د ګاز ډبه چاودلې چې د دوو ترافيک پولیسو په ګډون درې تنه په کې ټپیان شوي دي.
نيمروز کې د ترافيکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې
په نیمروز ولایت کې امنیتي مسوولین وایي، د یوه موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د اسلام اباد په «سینټورېس مال مارکېټ» کې اور لګېدلی
د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ستر تجارتي سوداګریز مرکز (سینټورېس مال مارکېټ) کې اورلګېدلی او وروسته کابو شوی دی.
«د پکتيکا زلزلهځپلو ته به د ۷۰۰ کورونو جوړولو چارې له ژمي مخکې بشپړې شي»
چارواکي وايي، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د راشد خان خيريه بنسټ له لوري د زلزلهځپلو لپاره د ۲۵ کورونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او پر شاوخوا ۷۰۰ نورو کورونو کار روان دی چې د ژمي تر را رسېدو مخکې به بشپړ شي.
“اوچا” افغانستان کې د طبیعي پېښو د زیانمنو پر ژوند اندېښنه ښودلې ده
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې په زرګونه خلک چې وروستیو سېلابونو او زلزلې یې کورونه وران کړي، تر اوسه په خېمو کې ژوند کوي. یادې ادارې…
بادغیس کې درې ته د موټر غورځېدو پېښه کې پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د بادغیس مسوولین وايي، د دغه ولايت بند سبزک سیمې ته څېرمه یوې درې ته د موټر غورځېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ژوبل دي.
تېره شپه کابل کې د کاغذ جوړونې يوې فابريکې کې اورلګېدنې ۵۰۰زره ډالره زيان اړولی
د کابل په صنعتي پارکونو کې د کاغذ جوړونې یوې فابریکې کې تېره شپه اورلګېدنه رامنځته شوې چې شاوخوا ۵۰۰زره ډالر زیان یې اړولی دی.
د کابل ښار میرویس میدان اورلګېدنه؛ د مالي زیانونو اوښتو ترڅنګ دوه کسان ټپیان شوي
د کابل امنیه قومانداني د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي چې د کابل ښار په میرویس میدان کې اورلګېدنې مالي زيانونه اړولي او دوه کسان په کې برسېرن ټپيان شوي دي.
ترافيکي پېښې ډېره اسماعیل خان کې ۴۴ افغان کوچيانو ته مرګژوبله اړولې
د پاکستان په ډېره اسماعیل خان کې په ترافيکي پېښه کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۱ افغان کوچیان مړه شوي او د ماشومانو په ګډون ۳۳ نور ټپیان دي.
هلمند او فراه کې څاهګانو ته د لوېدنې پېښې؛ ماشوم ژغورل شوی خو ښځه مړه شوې ده
مسوولین وايي، د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې ژورې څاه ته لوېدلی لس کلن ماشوم ژغورل شوی او په فراه کې لوېدلې ښځې ساه ورکړې ده.
امریکا کې د سمندري توپان له امله تر ۵۰ ډېر کسان مړه شوي
د امریکا فلوریډا او کارولینا ایالتونه د سمندري توپان له امله سخت ځپل شوي او لسګونو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
په پروان کې د ترافيکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د پروان سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او يو بل ټپي شوى دى.
بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د باميان چارواکي وايي، د دغه ولايت په ورس ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه کسان مړه او ټپيان شوي دي.
لوګر کې ترافیکي پېښې ۶ کسان ټپيان کړي
د لوګر امنیه قومانداني وايي، پرون مازدیګر د محمد اغې ولسوالۍ په تنګي واغجان سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان ټپيان شوي دي.
دایکنډي کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ امنیتي چارواکي وایي، نن ماسپښین د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. د میرامور امنیه قوماندان محمدعلي فدایي وویل، د دغې ولسوالۍ…
د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې اورلګېدنې ځاني او مالي زيان اړولی
د هلمند مسوولین وايي، په سنګين ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله خلکو ته ځاني او مالي زيان اوښتی ده.
د پاکستان یوه پوځي چورلکه لوېدلې؛ د دوو پیلوټانو په ګډون شپږ پوځیان وژل شوي
د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان ایالت کې یې یوه پوځي چورلکه لوېدلې چې د دوو پیلوټانو په ګډون په کې شپږ پوځیان وژل شوي دي.
سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د سالنګ لویې لارې د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، پر دغې لارې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.

























