پېښې
راپورونه
سرپل کې د ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي
د سرپل امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي دي.
لوګر کې ترافیکي پېښې دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان کړي
د لوګر په مرکز پل علم کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
هلمند کې څاه ته لوېدلې ماشومې له را ایستل کېدو وروسته ساه ورکړه
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن سهار د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ماشومه ژورې څاه ته لوېدلې وه چې له را ایستل کېدو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
بدخشان کې ترافیکي پېښې اووه کسانو ته مرګژوبله اړولې
په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په چک کې له تېرې جمعې راهیسې یوه کور ته څو ځلې اور اچول شوی خو عاملان یې نه دي لیدل شوي
له تېرې جمعې راهیسې د میدانوردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو درې په کوډۍ کلي کې د یوه کس کور ته کاڼې ور ویشتل کېږي او تر اوسه شپږ ځلې اور هم وراچول شوی،…
هلمند کې یو ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی
د هلمند مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې یو ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی دی.
لغمان کې د ترافيکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د لغمان د ترافيکو مدیریت وايي، نن د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
بدخشان کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګژوبله اړولې
د بدخشان مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
یونیسف په زلزلهځپلو سیمو کې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ ګرځنده ټولګي جوړ کړي
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، په زلزلهځپلو سیمو کې یې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ ګرځنده ټولګي جوړ کړي دي.
پاکستان کې سېلابونو تر اوسه نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه کړي
د پاکستان حکومت ویلي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د باران او سېلابونو له امله نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۳ زره نور ژوبل شوي دي. د پاکستان جیو ټلوېزیون د بېړنیو پېښو…
اورښتونو د پروان، کاپیسا او کوهدامن د انګورو ۵۰ سلنه حاصلات له منځه وړي
د پروان، کاپیسا او د کابل په کوهدامن ولسوالیو کې د انګورو بڼوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، وروستیو اورښتونو د دوی د انګورو ۴۰ تر ۵۰ سلنه حاصلات له منځه وړي دي.
د کډوالو چارو سرپرست وزیر د سېلابځپلو د وضعیت څېړلو په موخه لوګر ته لاړ
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني د سېلابځپلو کورنیو د وضعیت څېړلو په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ او د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدلې.
هلمند کې خپلمنځي شخړې او ترافیکي پېښې؛ ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي
د هلمند په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپيان شوي، دغه راز په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله بیا پنځه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
بغلان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د بغلان ولایت په شمالي سالنګ سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
د بریتانیا ملکه الیزابت دویمه، د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه
د بریتانیا ملکه الیزابیت دویمه، له ۷۰ کلونو بادشاهۍ وروسته د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه. په لندن کې د بریتانیا شاهي کورنۍ د وږي په ۱۷مه، د شپې ناوخته اعلان وکړ چې…
کندهار کې وروستیو سېلابونو ۲۷۱۶ جریبه کرنیزه ځمکه او ۵۴۱ باغونه تخریب کړي
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو ۲۷۱۶ جریبه کرنیزه او للمي ځمکه تخریب کړې او دغهراز ۵۴۱ مېوه لرونکي او بې مېوې باغونه یې له منځه وړي دي.
د اندخوی ـ جوزجان پر لویه لار ترافیکي پېښې ۱۳ کسانو ته مرګژوبله اړولې
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دولس نور ټپيان شوي دي.
د فاریاب – جوزجان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۱۵ کسان مړه او ټپیان شوي
په فاریاب کې ځایي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
زلزلې په ننګرهار او کونړ کې ۴۵ کسانو ته مرګژوبله اړولې
حکومتي مسوولين وايي، د تېرې شپې زلزلې له امله په کونړ کې شپږ کسان مړه او په کونړ او ننګرهار کې بيا ٣٩ نور ټپيان شوي دي.
د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول
د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون ځیني ولایتونه زلزلې لړزولي، خو د زیانونو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي. دا زلزله د افغانستان پر وخت د شپې دوه بجې او ۲۷…
پاکستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۴۲۰ زره افغان کډوال هم زیانمن کړي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، پاکستان کې وروستیو سېلابونو د پاکستانیانو ترڅنګ څه باندې ۴۲۰ زره افغان کډوال هم زیانمن کړي دي.
میدان وردګ کې یو ماشوم حوض ته لوېدلی او مړ شوی
د میدان وردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې یو ۱۳ کلن ماشوم د اوبو حوض ته لوېدلی او مړ شوی دی. له دغه ریاست څخه…
پکتیا کې پر غصب شوې ځمکې جوړې شوې لسګونه ودانۍ ونړول شوې
د پکتیا په مرکز ګردېز کې نن د هوايي ډګر شاوخوا لسګونه هغه نیمه جوړې ودانۍ ونړول شوې چې د مسوولینو په وینا پر غصب شوې ځمکې جوړې شوې وې.
























