ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

دایکنډي کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نیلي (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ امنیتي چارواکي وایي، نن ماسپښین د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

د میرامور امنیه قوماندان محمدعلي فدایي وویل، د دغې ولسوالۍ په «ورسل» کلي کې د یوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو پېښه کې دوې ښځې مړې او ۹ نور کسان ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه پېښه نن ماسپښین شاوخوا ۱۲ بجې داسې مهال شوې چې یاد موټر له ۱۴ سپرلیو سره – چې ډېری یې ښځې وې – د میرامور ولسوالۍ له «ورسل» کلي نه د «سمنګان» کلي پر لور د بشري مرستو ترلاسه کولو په موخه روان و.

د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه، د پېښې د ارزونې په موخه تحقیقاتي او روغتیايي ټیمونه استول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.