ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې سېلابونو تر اوسه نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه کړي

پاکستان کې سېلابونو تر اوسه نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه کړي

author avatar
12 Sep 2022 - 01:46
پاکستان کې سېلابونو تر اوسه نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه کړي
author avatar
12 Sep 2022 - 01:46

اټلانټا (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): د پاکستان حکومت ویلي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د باران او سېلابونو له امله نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۳ زره نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د بېړنیو پېښو ادارې (اېن ډي اېم ای) د مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې نن د سېلابونو له امله پنځه نور کسان هم مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دغه هېواد کې سېلابونو تر اوسه نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۳ زره نور یې ژوبل کړي دي.

حکومتي سرچینو ویلي چې سېلابونو یو میلیون او ۷۳۰ زره کورونه زیانمن کړي او ۷۳۰ زره څاروي یې له منځه وړلي دي.

یادې ادارې ویلي چې په ټولیزه توګه سېلابونو ټول ۳۳ میلیون وګړي زیانمن کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیرز پاکستان ته د سفر پر مهال له سیلاب‌ځپلو سیمو لیدنه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې له پاکستان سره بېړنۍ مرستې وکړي.

Views: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.