ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چک کې له تېرې جمعې راهیسې یوه کور ته څو ځلې اور اچول شوی خو عاملان یې نه دي لیدل شوي

په چک کې له تېرې جمعې راهیسې یوه کور ته څو ځلې اور اچول شوی خو عاملان یې نه دي لیدل شوي

author avatar
19 Sep 2022 - 17:41
په چک کې له تېرې جمعې راهیسې یوه کور ته څو ځلې اور اچول شوی خو عاملان یې نه دي لیدل شوي
author avatar
19 Sep 2022 - 17:41

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): له تېرې جمعې راهیسې د میدان‌وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو درې په کوډۍ کلي کې د یوه کس کور ته کاڼې ور ویشتل کېږي او تر اوسه شپږ ځلې اور هم وراچول شوی، خو عاملان یې نه دي لیدل شوي.

د چک ولسوالۍ د عربانو درې د کوډۍ کلي اوسېدونکي مدیر عبدالبصیر – چې د سیمې له مخورو څخه دی – پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې جمعې په شپه یې کور په کاڼو ویشتل کېده او ده داسې انګېرله چې کوم «لنډغر» دا کار کوي.

هغه وایي چې له کوره ووت، خو داسې څوک یې ونه لیدل چې د ده کور په کاڼو ولي.

ده زیاته کړه: «د جمعې په شپه یې تېږې ویشتې، د کور ښیښې مو یې ماتې کړې، موږ په یو دهلېز کې پټ وو، دهلېز کړکۍ نه لرله، موږ په دې کور کې درې کورنۍ اوسو.»

هغه وویل چې د تېرې شنبې په شپه د دوی یوې خونې – چې د کور ډېر کالي په کې وو – اور واخیست او وروسته دوی اړ شول چې د شپې له خوا په کلي کې د خپلو دوستانو کور ته ولاړ شي.

دی وایي چې تر اوسه یې شپږ ځلې د کور یوې برخې اور اخیستی، ډېر زیان ورته اوښتی او کله چې اور ولګي دوی د کلي خلکو په مرسته اور وژني، خو تر اوسه سره له دې چې د کورنې د ځوانانو په ګډون د کلي خلک پیره هم کوي، نه پوهېږي چې دا اور څوک او څنګه اچوي.

عبدالبصیر وایي چې نن (د وږي ۲۸مه) سهار مهال هم د دوی کور په تیږو وویشتل شو او ځینې پاتې ښیښې یې هم ماتې کړې.

هغه وویل: «زما یو لمسی چې لسم ټولګي کې دی، د جمعې په شپه پېریانو ونیو، ویل یې چې تاسې زموږ ملګري زخمیان کړي، له کوره ووځئ.»

د ميدان وردګو د پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست مشر مولوي فیض‌الله جلالي د میدان وردګو د خبریالانو په یوه ګروپ کې تېره ورځ لیکلي وو: «په حيرانتیا سره مو خبر ترلاسه کړ چې له تېرې شپې راهيسې د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ اړوند د عربانو درې د کوډۍ په کلي کې د عبدالبصير نومي کس او د درېیو وروڼو کورونو ته یې په ناڅاپي ډول اور ورته کېږي.»

هغه زياتوي: «د خبر سره سم مو پېښه د سهار راهيسې د پوره تعقيب لاندې نيولې او پيره ورباندې ولاړه ده مګر بيا هم په يادو کورونو کې د کور سامان او نورو اسبابو ته اور اچول کېږي.»

دی زياتوي، تر دې دمه يې لامل جنيات «پېريان» ښودل شوي او ياده موضوع يې له ولسوالۍ سره په همغږۍ له مرکز سره هم شريکه کړې چې د هغوی له هدایت سره سم به سبا ورځ سيمې ته يو مؤظف پلاوى ولېږل شي څو د يادې پېښې علت له نږدې معلوم کړي او نتيجه يې له مرکز سره شريکه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د تېرې زمري میاشتې له ۱۹مې تر ۲۶مې نېټې د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنو له امله شاوخوا ۲۰۰ کورونه وسوځېدل او ۸۰۰ کورنۍ د کلي پرېښودو ته اړې شوې.

د جوزجان امنیه قوماندان ویلي وو چې د دې اورلګېدنې لامل نه دی څرګند، خو ځینو سرچینو ویل چې دغه اوراچونې د پېریانو کار دی.

دغه راز د بل راپور له مخې، د روانې وږي میاشتې په لومړیو کې د بلخ دولت‌اباد ولسوالۍ په دوو کليو (قرچي‌ګک او تلي‌ګک) کې ١٦ کورونه سوځېدلي وو. د یادو کلیو اوسېدونکو د اورلګېدنې دغه پېښې طبیعي ګڼلې او ویلي یې وو چې د کور ټول توکي یې سوځېدلي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په جوزجان کې د یادو اورلګېدنو په اړه ویلي وو چې په دې وروستيو كې دا افواهات خپاره شوي چي د جوزجان په يوې سيمه كې يو شمېر كورونه ناڅاپي سوځېدلي او گواكې د سيمې خلكو د اور له لگېدو لږ مخکې داسې عجيب څه ليدلي او اورېدلي چې ښيي دا به پېريان وي.

هغه زیاته کړې وه: «قران وايي: انسان نه شي كولى پېريان په خپلو سترگو وگوري، چا ته ضرر نه شي رسولى، پر انسانانو هيڅ تسلط نه لري او هيڅ مخلوق، د پېريانو په شمول نه شي كولى خپل فطرت او جوړښت بدل كړي؛ جن هغه څه ته وايي چي په سترګو نه ليدل كېږي؛ قران د پېري لپاره همدا نوم غوره كړى، څوك چې د پېريانو په اړه له دې پرته بله عقيده لري، هغه د قران خلاف خبره كوي.»

د هغه په وینا، له جابر رضي الله عنه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: «دروازې مو بندې كړئ؛ د اوبو لوښي مو وپوښئ، څراغونه مو خاموش كړئ، د اوبو ژيو خولې وتړئ؛ يقيناُ چې شيطان نه كومه تړلې دروازه خلاصولى شي، نه كوم پوښښ پرانیستلى شي او نه كومه غوټه وازولى شي او موږك يو كور پر هستوګنو يې سوځولى شي.»

هغه وایي، دا په دې معنا دي چې پېريان نه تړلې دروازه خلاصولى شي، نه د لوښي سر لوڅولى شي، نه د ژي خوله او غوټه پرانیستلى شي؛ حتى دومره هم نه شي كولى لكه يو موږك چې يې كولى شي؛ موږك كولى شي د ډیوې سوځېدونكى تار كش كړي او خونه وسوځوي.

هغه د جوزجان د اورلګېدنو په اړه زیاته کړې وه: «غالب ګومان دا دی چې دې كورونو ته هغه څوك اورونه اچوي چې غواړي خلك د سيمې پرېښودو ته اړ كړي؛ تر شا به يې د هغو فتنه ګرو او خبيثو كړيو لاس وي چې د جګړو اورونه بلوي، چاودنې او ترورونه كوي. عجيبه ده چې د سيمې مسوولين د خلكو د غلطو باورونو او خرافاتو د تصحيح پر ځاى خرافات تاييدوي او دا پېښه د پېريانو له لوري گڼي.»

Visits: 1486

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.