ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

بغلان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
10 Sep 2022 - 15:00
بغلان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
10 Sep 2022 - 15:00

پلخمري (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د بغلان ولایت په شمالي سالنګ سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر عابدي د وږي په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې د دغه ولايت د خنجان ولسوالۍ اړوند په  مالي سالنګ کې یو ۴۰۴ مسافر وړونکی موټر چپه شوى دى.

هغه وايي چې په ياده پېښه کې درې کسان مړه او ١٠ نور ټپيان شوي دي.

خو د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې  مسوول حافظ محمدیعقوب پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې درې کسان مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې د سالنګ لويې لارې د څار او ساتنې ادارې کارکوونکو د پېښې ټپيان د خنجان ولسوالۍ کلينيک ته انتقال کړي دي.

د يادونې ده، ډېرى وخت دغه شان ترافيکي پېښې د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

Visits: 254

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.