موټرچلوونکي: د کابل- جلالاباد پر لویه سېلابونو نړولی پل دې ژر ورغول شي
د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي او د کابل – جلال اباد لويې لارې مسافر او موټرچلوونکي شکايت کوي چې په جلالاباد ښار کې د دې لويې لارې د يو پول نړېدو خلکو ته د تګ…
د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي او د کابل – جلال اباد لويې لارې مسافر او موټرچلوونکي شکايت کوي چې په جلالاباد ښار کې د دې لويې لارې د يو پول نړېدو خلکو ته د تګ…
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د هغو کورنیو لپاره د لنډمهالې استوګنې پنډغالی جوړ شو چې وروستیو سېلابونو یې کورونه نړولي وو. اندړ د غزني له هغو ولسوالیو ده چې سېلابونو تر نورو ډېره…
د پخواني شوروي اتحاد وروستی ولسمشر میخایل ګورباچوف د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو.
د پاکستان حکومت ویلي چې روانو سېلابونو تر اوسه نږدې ۱۱۵۰ کسان وژلي او لس میلیارد ډالر زیان یې اړولی دی. یاد حکومت زیاته کړې، میلیونونه خلک له سېلابونو زیانمن شوي او دا هېواد په…
د غزني د ګېرو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغې ولسوالۍ یو لوی پل نړېدلی چې له مرکز غزني او نورو ولسوالیو سره یې د دوی لاره تړلې ده.
پژواک موندلي چې په افغانستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې څاګانو ته د یوې امیدوارې مېرمنې او ۱۵ ماشومانو لوېدو خبرونه خپاره شوي او له دې ډلې پنځه ماشومان ژغورل شوي خو ۱۱ مړه شوي دي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار په ښځینه مارکېټ کې یو شمېر ښځو د کارګاوو په جوړولو سره ۴۰۰ نورو ښځو ته د کار زمينه برابره کړې ده. د مزارشریف ښار رابعه بلخي ښځینه مارکېټ…
د پکتيا ولايت په جانيخېلو ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت غورځېدو پېښه کې د يوې کورنۍ يوه مېرمنه، درې نجونې او يو ماشوم مړه شوي دي. د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور…
د کونړ طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د تېرې شپې سختو اورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې دوه کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي.
په ننګرهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، وروستيو اورښتونو او سېلابونو د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ زيانمنې کړې او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه یې هم ويجاړه کړې ده.
د هرات امنیې قومانداني وايي، د یوه موټر چپه کېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د پاکستان حکومت ویلي، د وروستیو سېلابونو له امله نږدې زر کسان مړه او لسګونه زره کورونه ویجاړ شوي دي.
په ختيځ کې د ملياردو چارواکي وايي، د ننګرهار او لغمان ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې يې هغه ۳۲۱ کسان د چورلکو په وسیله ژغورلي او خوندي ځایونو ته یې لېږدولي چې په سېلابونو…
د زابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو سیلابونو د دغه ولایت د څلورو سویلي ولسوالیو (شملزو، شینکۍ، اټغر او نوبهار) مشترک پُل نړولی او له مرکز کلات سره يې لاره پرې شوې ده. د دغه…
د کندهار چارواکي وايي، د سپین بولدک- چمن لار د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې کې د سېلابونو راوتلو له امله بنده شوې ده.
د پنجشېر د لومړۍ حصې او پریان ولسوالیو لار د سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ سېلابځپلې کورنۍ وایي، د خیریه بنسټونو او موسسو له لوري شوې مرستې په شفاف ډول نه وېشل کېږي او په کمپونو کې مېشتې سېلابځپلې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد وايي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله د خلکو لسګونه کورونه او سلګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
په دې وروستۍ یوه میاشت کې د سېلابونو په پایله کې ۱۸۲ کسان مړه، ۲۵۰ کسان ټپيان او له درېیو زرو ډېر کورونه ویجاړشوي دي.
د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، یوه ځوان هلک او نجلۍ د کورني تاوتریخوالي ځانونه د کوکچې سیند ته اچولي دي.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې د باران او سېلابونو راوتو او په درېيو ولايتونو کې د تېزو بادونو اټکل کړی.
د لغمان سیمهيیز مسوولین وایي، د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته غځېدلی عمومي سړک د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو له امله په مختلفو ساحو کې تخریب شوی دی.