منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

میدان وردګ کې یو ماشوم حوض ته لوېدلی او مړ شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۶ کتنې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د میدان وردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې یو ۱۳ کلن ماشوم د اوبو حوض ته لوېدلی او مړ شوی دی.

له دغه ریاست څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تېره ورځ د میدان‌ښار په شهرنو سیمه کې شوې ده.

د خبرپاڼې په حواله، دغه ماشوم له خپلې کورنۍ سره له زابل څخه دغه ولایت ته راغلی و چې له نورو ماشومانو سره د لوبو پر مهال د کلي حوض ته لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، د دغه ماشوم له کورنۍ سره به مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې