ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موټرچلوونکي: د کابل- جلال‌اباد پر لویه سېلابونو نړولی پل دې ژر ورغول شي

موټرچلوونکي: د کابل- جلال‌اباد پر لویه سېلابونو نړولی پل دې ژر ورغول شي

author avatar
1 Sep 2022 - 16:19
موټرچلوونکي: د کابل- جلال‌اباد پر لویه سېلابونو نړولی پل دې ژر ورغول شي
author avatar
1 Sep 2022 - 16:19

جلال‎اباد (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي او د کابل – جلال اباد لويې لارې مسافر او موټرچلوونکي شکايت کوي چې په جلال‎اباد ښار کې د دې لويې لارې د يو پول نړېدو خلکو ته د تګ راتګ پر مهال ستونزې جوړې کړې دي.

د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند د نظراباد په سيمه کې د کابل – جلال اباد لويې لارې يو پول شاوخوا مياشت وړاندې د سېلاب له امله ونړېد چې ځایي چارواکو د خلکو د تګ راتګ لپاره موقتي لاره جوړه کړې، خو پول لا هم نه دی رغول شوی.

ځايي اوسېدونکي او د کابل – جلال اباد لويې لارې مسافر او موټرچلوونکي وايي، د دغه پول نړېدو له امله هره ورځ د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

دوی وايي، ډېری وخت د سهار او مازديګر له خوا د ګڼې‎ګوڼې زياتوالي له امله له نيم ساعت- تر درېيو ساعتونو پورې بند پاتې کېږي.

د نظراباد سيمې يوه اوسېدونکي ذيشان شهير پژواک اژانس ته وويل، په سيمه کې د ګڼې‎ګوڼې ترڅنګ د سړک خرابوالي له امله ګردونه هم پورته کېږي چې د شاوخوا کورونو کوچنيان او لويان يې په تنفسي ناروغيو اخته کړي دي.

هغه وايي: «کله چې لومړی ځل دغه پول ونړېده، د ښاروالۍ، ټرانسپورټ او فواعدعامې رياستونو چارواکي دلته راغلل، په عارضي توګه يې دغه بله لاره جوړه کړه خو اصلي پول پاتې دی، موږ ورنه غوښتنه وکړه چې پول بايد په اساسي ډول ورغول شي، ژمنې يې وکړې، دا دی مياشت نه زيات وخت وشو، يو ځل بيا هم په دغه ځای سېلاب راغی چې ټوله ورځ بيا لاره بنده وه، که اساسي غم يې ونه خوړل شي نو دا ستونزه به همداسې دوامداره وي.»

د کابل – جلال‎اباد لويې لارې يوه موټرچلوونکي خان‎زاده هم پژواک ته وويل چې د دغه پول نړېدو له امله مسافر ډېر په ستونزه کې وي او لويه ستونزه هغو کسانو ته وي چې خپل ناروغان له جلال‎اباده کابل او يا هم له لغمان ولايت څخه ننګرهار ته انتقالوي.

يو سپين‎ږيری مسافر شمس‎الرحمن غوښتنه کوي چې ځایي حکومتي چارواکي دې د دغه پول بيارغونې لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

دی وايي: «له يوې خوا ګرمي، له بلې خوا پر دې لاره د موټرو ډېروالی د دې لامل کېږي چې خلکو ته غټ سرخوږی رامنځته کړي، زه دا دی نيم ساعت کېږي چې دلته په رش (ګڼه ګوڼه) کې بند پاتې يم.»

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ننګرهار ولايت د ټولګټو چارو رياست نظر واخلي، له پرله پسې هڅو سره سره، د وږي د ۱۰مې تر مازدیګر پورې چا ځواب نه دی ورکړی.

خو له دې مخکې د ټولګټو چارو رييس مولوي يارمحمد محمدي له پژواک سره په خبرو کې ډاډ ورکړی و چې د دغه پول جوړېدو اساسي کار به په نږدې وختونو کې پيل شي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د مرکز اړوند جلال‌‎اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، د دغه پول جوړېدو مسووليت د ټولګټو رياست پر غاړه دی خو که هغوی يې امکانات نه لري نو دوی به يې د جوړولو اقدام وکړي.

د ښاروالۍ وياند بختي‎جان مراد پژواک اژانس ته وويل، د ټولګټو چارو رياست له لوري د پول ډیزاين او سروې کار خلاص شوی چې په نږدې وختونو کې به د بودیجې په پيدا کولو سره د دغه پول جوړولو کار پيل کړي.

دی وايي، بيا هم د ښاروالۍ له لوري ټولګټو چارو رياست ته ډاډ ورکړل شوی که د دغه پول جوړولو امکانات ورسره نه وي نو دوی به په دې برخه کې مرسته وکړي او د خلکو ستونزه به حل کړي.

د ننګرهار ولايت د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د معلوماتو له مخې، تېره يوه مياشت په دغه ولايت کې د سېلابونو راوتو له امله ۲۹۰۴ کورنۍ زيانمنې شوې، ۱۴ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز شپږ لوی او واړه پلونه نړېدلي، لسګونه کيلومتره سړکونه تخريب شوي او سلګونه جريب کرنيزه ځمکه هم اوبو لاندې کړې ده.

Visits: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.