ننګرهار کې وروستیو سېلابونو څه باندې زر کورونه او شپږ پلونه ویجاړ کړي
د ننګرهار چارواکي په دغه ولايت کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله د ۱۰۲۵ کورونو او ۶ پلونو له ویجاړېدو خبر ورکوي او وايي، په یوه تازه ګام کې د اضطرار کمېټه جوړه شوې څو له زیانمنو سره د نورو برخو ترڅنګ د کورونو په جوړولو کې مرستې وکړي.

























