منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

غړي

سېلابونو اروزګان کې ۲۵۶ کورونه نړولي

د اروزګان په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې وروستیو سېلابونو د زرګونه جریب کرنیزو ځمکو او باغونو ویجاړولو ترڅنګ ۲۵۶ کورونه هم نړولي دي.

غړي

اوچا: وروستیو سېلابونو ۶۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، ۷۹۰ کورونه یې نړولي یا زیانمن کړي

د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۷ ټپيان شوي، ۷۹۰ کورونه نړېدلي او يا زيانمن شوي او له ۳۷۲۰ څخه ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

غړي

زابل کې سېلابونو کورونو او ځمکو ته زیانونه اړولي

د زابل د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونو په مرکز کلات او ولسوالیو کې نه یوازې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، باغونه، کورونه، جوماتونه، کارېزونه او دوکانونه ویجاړ کړي بلکې سلګونه څاروي یې هم مړه کړي دي.

غړي

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

د هوا‌پېژندنې ادارې، نن او سبا د هېواد په ۱۹ ولايتونو کې د اورښت، تالنده برېښنا، سېلابونو او په درېيو ولايتونو کې د لنډمهاله تېزو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی. د افغانستان د هوا‌پېژندنې…

غړي

سېلابونو په کاپیسا کې لسګونه کورونه ویجاړ کړي 

د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي او لسګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

نور راپورونه