ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې وروستیو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي

کونړ کې وروستیو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي

author avatar
16 Aug 2022 - 17:56
کونړ کې وروستیو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي
author avatar
16 Aug 2022 - 17:56

اسعداباد (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د کونړ د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د وړمې ورځې سېلابونو له امله د خلکو سلګونه کورونه او نور عامه تاسیسات تخریب شوي دي.

د یاد ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د زیانونو د ارزونې مدیر احسان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وړمې ورځې سېلابونو له امله په څوکۍ، وټه‌پور، خاص کونړ او پېچ درې ولسوالۍ کې د اوبو یوه شبکه، یو جامع جومات او ۶۵ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوي دي.

هغه وایي، د سروې او پلټنې ټیمونه یې سیمو ته استولي څو په دقیق ډول د اورښتونو له امله د زیانمنو شوو خلکو شمېر او د اوښتي زیان کچه معلومه کړي.

ده وویل: «زموږ لومړنیو معلوماتو معلومه کړې چې ورښتونو او سېلابونو د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې ۲۳، وټه‌پور کې ۵، خاص کونړ کې ۱۵ او پیج درې ولسوالۍ کې ۲۲ کورونه تخريب شوي دي.»

هغه وویل چې د څوکۍ ولسوالۍ په بابړو سیمه کې یو جامع مسجد او په پېچ درې ولسوالۍ کې د اوبو یوه شبکه تخریب شوي دي.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په ټولیز ډول د ولایت په کچه تر ۸۵۰ جریبه زياته کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

ده زیاته کړه چې د خیریه بنسټونو له استازو سره يې سېلاب‌ځپلو ته د مرستو برابرولو په اړه خبرې کړې او هیله یي وښوده چې مستحقو کسانو ته ژر مرستې برابرې شي.

خلک هم له حکومت او خیریه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې دوی بېړنیو مرستو ته اړتيا لري.

د کونړ ولایت د پېج درې ولسوالۍ د بارکنډۍ سیمې اوسېدونکي غلام فاروق وویل چې د تېرې شپې اورښتونو او سېلابونو له امله یې د کور د درېیو خونو چتونه او دیوالونه غورځېدلي او د کورنۍ درې غړي یې ټپيان دي.

نوموړي وویل: «زموږ د کور ډیره برخه ویجاړه شوې، اوسمهال په ډېرو مشکلاتو کې په یوه خونه کې ژوند کوو، زمو د کلي د څښاک اوبو شبکه هم ویجاړه شوې او د کلي خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.»

ده وویل، له حکومته يې غوښتنه دا ده چې له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د ياد ولایت د وټه‌پور ولسوالۍ اوسېدونکي جنت‌ګل فدا وویل: «وروستیو ورښتونو د کونړ او نورستان ترمنځ غځېدلی سړک چې د کونړ د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي پرې تګ راتګ کوي، زیانمن شوی دی.»

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او اورښتونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

Visits: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.