ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۰۰ کورونو جوړولو عملي چارې پيل شوې

د پکتیکا زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۰۰ کورونو جوړولو عملي چارې پيل شوې

author avatar
20 Aug 2022 - 12:30
د پکتیکا زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۰۰ کورونو جوړولو عملي چارې پيل شوې
author avatar
20 Aug 2022 - 12:30

ښرنه (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د زلزله‌ځپلو لپاره د ۱۰۰۰ کورونو جوړولو عملي چارې پیل کړې.

دغه کورونه د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان/ UNHCR د ۶ میلیون ډالرو په مالي لګښت جوړېږي او تخنیکي چارې یې د افغانستان لپاره د بشردوستانه او پرمختیایي مرستو موسسې/ AHDAA له خوا پر مخ وړل کېږي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدين پژواک خبري اژانس ته وویل، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د زلزله‌ځپلو لپاره د ۱۰۰۰ کورونو جوړولو چارې پیل کړې.

هغه زیاته کړه، د دغو کورونو پر جوړېدو ۶ میلیون ډالر لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان له خوا ورکول کېږي او تخنیکي چارې یې د (اهدا) په نوم یوه موسسه مخې ته وړي.

دی وايي، پر هر کور ۶ زره ډالر لګښت راځي چې دوه د استوګنې خونې او یو پخلنځی به ولري.

د ده په خبره، د دغو کورونو جوړولو چارې به له دوه نیمو تر درېیو میاشتو موده کې بشپړې شي.

نوموړي یادونه وکړه چې د پکتیکا له برمل ولسوالۍ وروسته به په ګیان او زېړوک او د خوست په سپېره ولسوالیو کې هم په ورته توګه د زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړ شي.

هغه دغه راز وویل چې په دغه ولایت کې یې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو سروې هم پيل کړې چې له بشپړېدو وروسته به له زیانمنو سره په لومړي ګام کې بېړنۍ مرستې وشي او په دویم ګام کې به یې د سرپناه غم وخوړل شي.

د برمل ولسوالۍ خلک خوښ دي چې مرستندویه ادارې د زلزله ځپلو د وران شوو کورونو په جوړولو کې مرسته کوي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي زرک خان پژواک خبري اژانس ته وویل، زلزله ځپلي له تېرو څو میاشتو راهیسې په خېمو کې ژوند کوي او د کورونو په جوړېدو سره به یې دا ستونزه هواره شي.

هغه زیاته کړه: «له هغه راهیسې چې دلته زلزله شوې، په خيمو کې اوسو؛ نه مو شپه- شپه ده او نه مو ورځ- ورځ ده، بس مجبوري ده، اوس بېخي ډېر خوښ يم چې موږ ته د استوګنې دایمي کورونه جوړېږي.»

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره له هغه وروسته د کورونو جوړولو چارې پیلېږي چې څو اوونۍ مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) سرپرست مشر او سیاسي مرستیال مارکس پوتزل په خوست او پکتيکا ولايتونو کې زلزله‌ځپلو ته د دوه زره کورونو جوړولو ژمنه وکړه.

د یادونې ده، شاوخوا دوه میاشتې مخکې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې سختې زلزلې شاوخوا ۴ زره کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه یې زیانمن او یا ویجاړ کړل.

د دې زلزلې له امله تر ټولو ډېر زیان د پکتیکا په برمل او ګیان او د خوست په سپېره ولسوالیو کې واوښت.

Visits: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.