ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اوچا” افغانستان کې د طبیعي پېښو د زیانمنو پر ژوند اندېښنه ښودلې ده

“اوچا” افغانستان کې د طبیعي پېښو د زیانمنو پر ژوند اندېښنه ښودلې ده

author avatar
7 Oct 2022 - 10:51
“اوچا” افغانستان کې د طبیعي پېښو د زیانمنو پر ژوند اندېښنه ښودلې ده
author avatar
7 Oct 2022 - 10:51

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې په زرګونه خلک چې وروستیو سېلابونو او زلزلې یې کورونه وران کړي، تر اوسه په خېمو کې ژوند کوي.

یادې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه د پورتني مطلب پر څرګندولو سربېره لیکلي، د ژمي په راتلو سره یادې کورنۍ د خپلو کورونو بیارغولو لپاره مرستې ته اړتیا لري او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې کورنۍ یې د ژمي په جریان کې سرپناه ولري او تر چت لاندې ژوند وکړي.

بلخوا بیا په تېره زمري میاشت کې د سرپرست حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدين د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د زلزله‌ځپلو لپاره د ۱۰۰۰ کورونو جوړولو عملي چارې پیل کړې.

همدارنګه دغه کورونه د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان/ UNHCR د ۶ میلیون ډالرو په مالي لګښت جوړېږي او تخنیکي چارې یې د افغانستان لپاره د بشردوستانه او پرمختیایي مرستو موسسې/ AHDAA له خوا پر مخ وړل کېږي.

د یادونې ده، شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په پکتیکا او خوست کې مرګونې زلزلې په زرګونه خلک بې‌کوره کړي دي.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.