د افغانستان بانک سبا ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وایي، سبا (د غویي ۲۱مه) شاوخوا ۱۲میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د غویي ۲۱مه) شاوخوا ۱۲میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
په نړیواله کچه د نفتي توکو بیو لوړېدو له امله، نن د تېرو دوو ورځو په پرتله په کابل ښار کې هم د یادو توکو بیې له ۵ سلنې ډېرې لوړې شوې دي.
د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۱۸۰۰ ټنه لبنیات تولید شوي چې د وړم کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېروالی ښیي.
مرکزي بانک اعلان کړی چې د ۳۲ میلیونه ډالرو مرستې یوه بله کڅوړه نن کابل ته رسېدلې ده.
د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی چې د دغه بانک ستر اقتصادي سلاکار د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې یو شمېر صرافانو، د مرکزي بانک له لوري د ځینو ډالري بانکنوټونو نه اخیستلو په تړاو پرېکړې ته غبرګون ښودلی، د بیا غور او بدیلو لارو غوښتنه یې کړې؛ چې له دې پرته به ځینو صرافانو او عامو خلکو ته زیان اوړي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي چې د سیاسي بدلون او ناسم مدیریت له امله د غوري سمنټو فابریکې د ورځني توليداتو کچه له شپږ سوو څخه سلو ټنو ته راښکته شوې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، ډاکټر غلام فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت د سلاکار په توګه کار پيل کړ او د ياد وزارت چارواکو ته وروپېژندل شول.
د کاپیسا یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د بازار نه کنترولېدو له امله دوکانداران پر خلکو تاریخ تېر خوراکي توکي پلوري.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر وایي، د افغانستان سېلاب ځپلو لپاره د پاکستان د خیریه مرستو لومړۍ جوپه چې پکې درمل او خوراکي توکي شامل دي، د مزار شریف هوایي ډګر ته رسېدلې ده.
نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې؛ خو د هندۍ بورې په قیمت کې بیا کموالی راغلی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوالې پرمختیایي ادارې مرستیالې او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له افغانستان سره د بشري مرستو په تړاو خبرې کړې دي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د لبنياتو پروسس د تېر کال په پرتله ډېر کم شوی دی.
ه کندهار کې د شاتو مچیو فارم لرونکي او د کرنې ریاست مامورین وایي، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۷۰ سلنه فارمونه له منځه تللي او تولید یې کم شوی چې لامل یې د تېرو میاشتو جګړې، وچکالي او اقتصادي ستونزې دي.
د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې، ځیني لاسي پلورونکي د خپل عاید له کمښت او د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت لري او له حکومت او خېریه موسسو څخه د مرستو غوښتنه کوي.
یو شمېر جوزجانۍ مېرمنې د مرخېړیو کرلو له لارې ځان بسیاینې ته رسېدلې دي او له حکومته یې غواړي څو د نورو سبو کرلو په برخه کې روزنه ورکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، په قطر کې د کابل، مزارشریف، کندهار او هرات هوایي ډګرونو پر نړیوالو معیارونو د عملیاتي خدمتونو عرضې او پراختيا په اړه د دې پړاو مذاکرات په ښه توګه پای ته رسېدلي دي.
د اختر له رارسېدو سره، په مېمنه ښار کې پېرېدونکي چې ډېری یې ښځې دي، شکایت کوي چې د مناسب اقتصادي حالت نه لرلو له امله د اړتیا وړ توکو پېرېدلو توان نه لري؛ او له حکومته غواړي چې د دغه ښار اوسېدونکو ته د کار پراخه زمینه برابره کړي.
نن د تېرو اوو ورځو په پرتله، د مالیزیایي غوړیو، بورې او قزاقي اوړو بیې لوړې شوې؛ خو د سرو زرو او تېلو بیې راټيټې شوې دي.
د خوست ښار خياطان وايي، د تېرو اخترونو په پرتله په سږني کوچني اختر کې یې کار وبار ښه شوی، خو خلک بيا وايي چې خياطانو د پخوا په پرتله د جامو جوړولو نرخونه لوړ کړي دي.
د فراه امنیه قومندان وايي چې له ۲۰۰۰ ډېرو بېوزلو کسانو سره يې نقدي مرسته کړې ده.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه مشهد ته خپل منظم پروازونه بېرته پیل کړل، ټاکل شوې په دې مسیر کې هره اونۍ درې ځله الوتنې ولري.