سوداګري او اقتصاد
راپورونه
په ایران کې د هرات د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو
د هرات مسوولین وايي چې هراتیانو په ایران کې د لاسي صنایعو او دوديزو هنرونو نندارتون پرانيست.
د کندهار ښځې خپلو لاسي توکو ته بازار او نندارتونونه غواړي
کندهار کې ښځې وايي، ډېر وخت کېږي لاسي صنایعو ته یې نندارتونونه نه دي جوړ شوي چې دغه کار یې پر کاروبار بد اغېز کړی او د تولیداتو بازار یې کمرنګه شوی دی.
د افغانستان بانک سبا ۱۲ میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وایي، سبا (د وري درېیمه) شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر د داوطلبۍ په ترڅ کې د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې پلوري.
د کابل اوسېدونکي وايي، حکومت دې په ښار کې ملي بسونه ډېر کړي
د کابل ښار ګڼ اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د لیني موټرو کرایې لوړې شوې او زیاتوي چې حکومت دې په ښار کې ملي بسونه ډېر کړي.
نولسمه ۳۲ میلیوني ډالري مرسته افغانستان ته ورسېده
مرکزي بانک اعلان وکړ چې ۳۲ میلیوني ډالري نوره مرسته هم افغانستان ته راورسېده. د افغانستان مرکزي بانک نن د کب په ۲۹مه په یوه ټوېټ کې لیکلي چې یادې پیسې کابل ته په نغدي ډول…
په کندهار کې په پرچون توګه د تېلو او ګازو پر پلور بندیز ولګېد
د کندهار د نفت او ګاز دولتي شرکت مسوولین وایي، له دې وروسته یوازې قانوني جواز لرونکي د تېلو پمپونه او د ګازو شرکتونه د تېلو او ګازو د پلور اجازه لري، له دې پرته په پرچون توګه په بېرل او ګرځنده ټانکر کې د تېلو او ګازو پلور منع دي.
کابل ته د ازبکستان برېښنا پرې شوه
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې ازبکستان کې د سختو طوفانونو له کبله کابل ته د یاد هېواد برېښنا پرې شوه.
د بادغیس سوداګرې ښځې د یوې ښې راتلونکې لپاره هیله څرګندوي
د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار ښځینه مارکېټ چې لسګونه ښځې په کې کار کوي، وروسته له اوو میاشتو بندېدو، بېرته فعالیت پیل کړی، هټۍ والې د مارکېټ بیا فعالېدو ته خوښې دي خو د عوایدو له کمېدو شکایت کوي او د ملاتړ غوښتونکې دي.
نن په کابل کې د تېرې شنبې په نسبت د نفتي توکو بیې ۹ سلنه لوېدلې دي
د تېرې شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د نفتي توکو او سرو زرو بیې ټیټې شوې؛ خو د غوړیو، اوړو او بورې بیې بیا لوړې شوې دي.
خوست کې ٣٠ سلنه توليدي فابريکو خپل فعالیتونه درولي
د خوست صنعتکاران او د توليدي کارخانو مالکان وايي، د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ او د صنعتي پارک د نشتوالي له امله په دې وروستيو کې ٣٠ سلنه کارخانو خپل فعاليتونه درولي دي.
په غور کې کاڼه: که ملاتړ مو وشي، د افغانستان پرمختګ لپاره کار کوو
د غور ځيني نخبه کاڼه زده کوونکي وایي، معلولیت محدویت نه دی بلکې هغوی د علم او پوهې لاسته راوړلو کې ښه وړتیا لري؛ او حکومت باید د داسې استعدادونو ودې ته ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.
«حکومت د ټاپي پروژې پیلېدو ته بشپړ چمتووالی لري»
د ټاپي پروژې اجرائیوي ريیس وایي، ټاکل شوې چې په هرات کې د ټاپي پروژې کار د راتلونکي کال په پسرلي کې پیل شي.
مالیزیا له افغانستان سره د کرونا څه باندې یونیم میلیون ډوزه واکسین مرسته کوي
مالیزیا له افغانستان سره د ۱.۶ میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته کوي او وايي چې د افغانستان د سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنه د حکومت له ټولګډون کولو او د ښځو او لږکیو د حقونو تامینولو سره تړلې ده.
سږ کال په کندهار کې د پنبې د پروسس کچه ۳۰۰ زره ټنو ته لوړه شوې ده
په کندهار کې د برېښنا له نشتوالي سربېره د پنبې د پروسس فابریکې ډېرې شوې چې ورسره د خالص پنبې، غوړیو او کنجاړې تولید کچه هم ډېره شوي ده.
د هند له صادراتي توکو بار لومړی کاروان له افغانستانه ازبکستان ته روان شو
د هند لومړنۍ صادراتي جوپه چې د پاکستان له لارې افغانستان ته رارسېدلې وه، ازبکستان ته روانه شوه .
حکومت په هلمند کې د زعفرانو د ترویج لپاره هڅې پیل کړې دي
هلمند کې د کرنې مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کرکیلې د ترویج لپاره هڅې چکوي.
دقیق: افغانستان ته د سوداګرۍ لپاره نه يم راغلی، مرستې ته راغلی يم
په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلې کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان سلطان مسعود دقیق، وایي هڅه کوي، افغانستان کې داسې کمپنۍ جوړه کړي چې ډېره ګټه یې بیتالمال ته ورکړي.
په کندوز کې د حلبي سازۍ صنعت کمرنګه شوی
په کندوز کې ځيني حلبي سازان وایي چې په دغه ولایت کې د حلبي سازۍ صنعت سل کلنه مخینه لري خو اوسمهال د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
د نیمروز د کوويډ-۱۹ روغتون کارکوونکو له اوو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی
د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار د کووېډ- ۱۹ روغتونونو کارکوونکي وايي چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
بلخ کې خلک د لومړنیو توکو د بیې له لوړېدو شکایت کوي
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي د لومړنیو او نفتي توکو د بیې له لوړېدو شکایت کوي.

























