ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن په کابل کې د تېرې شنبې په نسبت د نفتي توکو بیې ۹ سلنه لوېدلې دي

نن په کابل کې د تېرې شنبې په نسبت د نفتي توکو بیې ۹ سلنه لوېدلې دي

author avatar
19 Mar 2022 - 15:52
نن په کابل کې د تېرې شنبې په نسبت د نفتي توکو بیې ۹ سلنه لوېدلې دي
author avatar
19 Mar 2022 - 15:52

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د نفتي توکو او سرو زرو بیې ټیټې شوې؛ خو د غوړیو، اوړو او بورې بیې بیا لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژاس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۸۲ نه ۷۳ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۸۸ نه ۸۲ افغانیو ته لوېدله ده.

خو د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د ګاز یو پلورونکی محمد شریق وایي چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۸۴ څخه ۷۶ افغانیو ته راکمه شوې ده.

د ځینو خوراکي توکو بیې ۷ سلنه لوړې شوې دي

په کابل ښار کې د خوراکې توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۲۵۰۰ نه ۲۷۰۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۰۵۰ نه ۲۳۵۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۸۰۰ نه ۲۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدو له امله د یادو توکو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.

خو هغه وویل چې نن هم لکه تېره شبنې، په عمده ډول د ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۹۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ۳،۵ سلنه لوړه شوی

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن یو امریکایي ډالر په ۸۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۲۱مه یو امریکايي ډالر په ۸۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۰  افغانۍ بدلېدې.

د سروز زرو بیه نږدې دوه سلنه راټيټه شوې

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام  ٧٥٠ عیار عربي  سرو زرو بیه له ۴۵۵۰  نه ۴۵۰۰ افغانیو  او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۶۰۰ نه ۳۵۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

Visits: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.