له افغانستانه ازبکستان ته پمپرونه صادر شول
له کابل څخه د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت دوه کانټینره پمپرونه چې ۲۳۰۰ بستې کېږي، نن ازبکستان ته صادر شول.
له کابل څخه د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت دوه کانټینره پمپرونه چې ۲۳۰۰ بستې کېږي، نن ازبکستان ته صادر شول.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي چې افغانستان د اقتصادي ودې برخه کې لومړني ګامونه اخلي، اړتیا ده د سیمهييزې او نړۍوالې سیالۍ لپاره له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې کړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له ازبکستان سره یې د هایدرو کاربن، اوسپنې او مسو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړهليک لاسلیک کړی دی.
کندهار ولایت کې د پنځوس میلیون افغانیو په لګښټ د تازه میوو او سبزیجاتو د افتونو د کنټرول (فومیګېشن) مرکز پرانیستل شو.
د ازبکستان لومړی وزیر وایي چې هېواد یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته ژمن دی او په کلتوري برخه کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
بلخ کې د باختر پنبې غوړیو دولتي فابریکې مسوولین وایي چې دې فابریکې په تېر یوه کال کې له ۷۰۰ ټنه پنبهدانې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي دي.
نن کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله د هندي بورې بیه ټیټه شوې خو د ډېزل تېلو، مایع ګاز او سروزرو بیې لوړې شوې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د کاني ډبرو لومړۍ محموله چې ۱۲ لارۍ ډبرې دي، د چابهار بندر له لارې چین ته صادره شوه.
د پژواک موندنې ښیي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې د بدلون پر مهال او له هغه وروسته تر یوې مودې پورې د لومړنیو او سون توکو بیې لوړې شوې او د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی خو وروسته له هغه د افغانۍ ارزښت ۴۵.۵ سلنه لوړ شوی، د خوراکي توکو بیې ۳۰ سلنه او د سونتوکو بیې ۴۱ سلنه ټیټې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه کابل کې د ازبکستان هېواد د تولیداتو نندارتون جوړیږي. د صنعت…
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د سوداګرو ښځو ډېرېدو خبر ورکړی او وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې ښځو ته ۱۲۰۰ تجارتي جوازونه وېشل شوي خو له بلې خوا، د سوداګرۍ…
ځیني اقتصادي کارپوهان پر دې باور دي چې تېرو درېیو کلونو کې ټول اقتصادي حرکتونه حقیقي او واقعي وو، په داسې حال کې چې له هغه مخکې دغه حرکتونه کمزوري وو، خو اقتصادي بندیزونه او…
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې د حیرتان له بندر څخه د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې د څه باندې ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې د ۴،۱ میلیون مټریک ټنه سوداګریزو توکو اتتقالات شوي دي.
کندهار کې سږ کال د انځرو بازار ښه دی، خو بڼوال شکایت کوي چې حاصلات یې د پخوا په پرتله کم شوي؛ ځکه ورښتونه ډېر وشول او انځرو ته یې د «ژړي» په نوم ناروغي پیدا شوې وه.
د افغانستان بانک وایي چې سبا د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
یو شمېر ایراني پانګهوالو د رییسالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان د پانګهونې لپاره پر یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی چمتو دي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د ظرفیت لوړونې په موخه افغانانو ته په خپل هېواد کې د روزنې زمینه برابره کړي.
د بغلان ښاروالي وايي، په پلان کې لري د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ جوړ کړي. د پلخمري ښاروال مولوي عبدالطیف مظلوم پژواک خبري اژانس ته په…
د تېرې شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د ننګرهار ولايتي ادارې او سوداګرۍ وزارت په دغه ولایت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره په ګډه ځانګړې کمېټه جوړه کړه.
په افغانستان کې د ایران د اقتصادي چارو سلاکار ویلي چې د افغانستان ۲۵ سلنه واردات له ایرانه کېږي او له دغه هېواد سره د سوداګرۍ شرایط ښه شوي دي.
بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د څلورم پورت اړوند نایباباد سټېشن له بیارغونې وروسته فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پرانیستې په دغو مراسمو کې د سرپرست حکومت د…
د افغانستان بانک وايي، په سوداګریزو بانکونو کې محدودیت نور هم کم شوی، اوس د افغانیو انفرادي حساب لرونکي په اونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او ډالري حساب لرونکي تر دوه زره ډالرو پورې ایستلی شي چې دغه رقم مخکې ۷۰ زره افغانۍ او زر ډالر وو.