د صرافانو او پولي خدماتو څانګې قانون نافذ شو
عدلیې وزارت د صرافانو او د پولي خدماتو څانګې د قانون تنفیذېدو خبر ورکړی چې له مخې یې، لاسي پلورونکي نه شي کولی چې د حوالې کار ترسره کړي او نه باید د صرافي له ټاکلې اندازې ډېر پولي خدماتو او کار وکړي.
عدلیې وزارت د صرافانو او د پولي خدماتو څانګې د قانون تنفیذېدو خبر ورکړی چې له مخې یې، لاسي پلورونکي نه شي کولی چې د حوالې کار ترسره کړي او نه باید د صرافي له ټاکلې اندازې ډېر پولي خدماتو او کار وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي، د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې پر نړۍوالو معیارونو برابر د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر په لېدنه کې ویلي، د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي چې د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهایي او د کار د پیل زمینه برابره شي.
د افغانستان بانک وايي چې په کابل کې یې ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره زړې او له کاره لوېدلې افغانۍ سوځولې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په ازبکستان کې د اسلامي امارت پلاوي له لوري د نهایي شوو موضوعات د تعقیب لپاره یې ځانګړې کمېټې ټاکلې دي.
په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ترانسپورټي اړیکو پراختیا ته لېوال او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت تازه ټاکل شوی سرپرست وايي، د اقتصادي بریالیتوب لپاره یوازېنۍ وسیله کانونو دي، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د مالیاتو فشار پر خلکو کم کړي او دا کار هغه مهال کېږي چې کانونه په ښه توګه مدیریت شي.
د هرات د اسلامکلا بندر مسوولین او د ترانزیټي شرکتونو استازي وايي چې د دغه بندر له لارې د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې او د توکو ترانزیټ لپاره نوې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د لاسيپلورونکو بېځايه درېدو له امله په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې او له ښاروالۍ يې د مخنيوي برخه کې د اقداماتو غوښتنه کوي.
د مالیې وزارت وایي، په دولتي ادارو کې به ټولې ښځینه کارکوونکې د پخوا په څېر خپل معاشونه ترلاسه کوي او یوازې هغو ښځینه کارکوونکو ته به پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي چې په کور ناستې دي.
د افغانستان بانک وايي، سبا (د چنګاښ ۱۸ مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
هرات کې یو شمېر خامکګنډونکي او خامک پلورونکي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله لاسي صنایعو، په ځانګړې توګه خامک ګنډلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.
کونړ کې یو شمېر سوداګر وایي، د لومړي ځل لپاره یې له دغه ولایته هندوستان هېواد ته د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ زره ټنه پیازو د لېږد لړۍ پیل کړې ده.
کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې، نفتي توکو او سرو زرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یوې ترکي کمپنۍ سره د ۷،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت یتیمتاق سیمې د ګازو د دوو څاګانو د کېندنې چارو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان جیولوجي او کانونو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې تاشکند دې د هېواد په شمال کې د نفت او ګازو په کانونو کې…
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ازبکستاني چارواکو سره لیدنه کې د افغان ټرانس پروژې د چارو پر تطبیق او بشپړېد د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د کرنې برخې د میکانیزه کولو او د بزګرانو ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت خبر ورکوي چې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیماتي چارو تړون د شپږو میاشتو لپاره وغځېد او وايي، د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې د لومړنۍ تخنيکي سروې چارې به په نږدې راتلونکې کې پيل کړي.
د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک د سرپرست په مشرۍ پلاوي په جیپوتي هېواد کې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ په ۲۲مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکټور ګډ پلاوی ازبکستان ته لاړ.
دایکنډي کې یو شمېر ښځې چې په انلاین ډول یې د ارایشي محصولاتو پلور ته مخه کړې، وایي، توانېدلې چې له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.
د افغانستان بانک سبا (د چنګاښ ۱۲مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت په یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه سوداګریزو توکو له انتقالاتو خبر ورکوي. یاد وزارت نن (د چنګاښ ۱۰مه) پر خپله اېکسپاڼه…
د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک سرپرست د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه جیبوټي هېواد ته ولاړ.