منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۳ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښوونه او روزنه

۳،۰۵۱ راپورونه

راپورونه

جوزجان کې یوې مېرمنې ۱۰۰ نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې د یوه کورس په جوړولو سره ۱۰۰ نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو زمینه برابره کړې، دغه کورس کې شاملې نجونې له ا.ا غواړي چې د دوی انتظار دې پای ته ورسوي او پر مخ یې دې ښوونځي پرانیزي.

غړي

کابل کې د امام ترمذی دارالعلوم فراغت‌غونډه؛ د علم له لارې به افغانستان اباد شي

علماوو کابل کې د امام ترمذي (رح) له دارالعلوم څخه د ۴۵ کسانو په فراغت‌غونډه کې د علم پر اهمیت خبرې وکړې، ویې ویل چې علم د اسلامي نظام لپاره «موقوف‌علیه» دی او د علم له لارې به افغانستان اباد شي.

غړي

غزني کې ۲۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

د غزني پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت ۶۸۰ ښوونځیو له ډلې ۲۵۰ یې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

غړي

مسوولین: غور کې څه باندې اویا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

د غور د پوهنې مسوولینو د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو له هڅو خبر ورکوي او وایي، په دغه ولایت کې د شته ښوونځیو له ډلې څه باندې اویا سلنه یې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې او تر خېمو لاندې درسونه وايي.

نور راپورونه